د پکتيا د عامې روغتيايي رياست مسوولان وايي چې مرکز ګردېز ښار اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د پکتيا عامې روغتيايي رييس ډاکټر معراج‌ګل عادل د ياد روغتيايي مرکز د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې وويل چې ياد مرکز د ملګروملتونو د کډوالو چارو دفتر«يو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» په مالي لګښت جوړ شوی.

د نوموړي په وینا، دغه روغتيايي مرکز ۳۴ خونې لري چې ټول دېرش بسترونه او نورې اړينې اسانتياوې هم په‌کې برابرې شوې دي.

دغه روغتيايي مرکز ته به د رباط کډوالو د ښارګوټي او ورڅېرمه سيمو زرګونه کورنۍ ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

د ياد روغتيايي مرکز د پرانېستې مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي وويل چې په ۳۱۸ ولسواليو کې به د ولسوالي په کچه روغتونونه جوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رباط کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي هم د ياد روغتيايي مرکز پر جوړېدو خوښي څرګندوي. د ياد ښارګوټي يوه اوسېدونکي محمدامين وويل چې د کډوالو ښارګوټی د ګردېز ښار څخه لرې دی او د ژمي پرمهال به خلکو نشول کولی چې خپل ناروغان تر ګردېزه ورسوي.

هغه غوښتنه وکړه چې د ياد روغتيايي مرکز ته د کډوالو د ښارګوټي او ورڅېرمه شاوخوا ۴زره کورنۍ مراجعه کوي چې بايد ورته مسلکي ډاکټران، درمل او نور امکانات برابر کړي.

د يو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار مسوولانو بیا وويل چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ۲۱ روغتيايي مرکزونو جوړولو چارې پيل کړې چې د څلورو هغو یې چارې بشپړې او د پاتې هغو به د روان کال تر پايه بشپړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام