د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت او نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ ۱۴ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، بشپړو شویو پروژو کې ۱۴ ښوونځیو ته د عصري او مجهزو ودانیو او د حفظ‌الصحې اړینو ملحقاتو جوړول او د لمریزې برښنا او پاکو اوبو منظمو سیسټمونو فعالول شامل دي.

عرب وویل، دا رغنیزې پروژې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تېرو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې چې نن ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د هغه په خبره، د یادو پروژو له پرانېستې سره شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو سرپناه خوندي او معیاري چاپیریال برابر شو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) په ګډون د یو شمیر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ په تېره یوه میاشت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په مالي ارزښت د ۶۱ نورو رغیزو پروژو عملي چارې هم پیل کړي دي چې په راتلوونکو دري میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

بلخوا د لوګر ولایت اوسیدونکي هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت او یو شمیر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۱۴ ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې شوې دي، خو ټینګار کوي چې هغه ښوونځیو ته دې هم معیاري ودانۍ جوړې شي چې اوس مهال یې زده کوونکو له پراخو ستونزو سره سره په لېک لوست بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام