د میدان‌وردګ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت برښنا ریاست له لوري په مرکز میدانښار کې زر کېلو واټه په ظرفیت یو ټرانسفرمر د شاوخوا لس میلیونه افغانۍ په لګښت ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ټرانسفرمر پرانېستې ته د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، له دغه ټرانسفرمر څخه به میدان‌ښار کې ۱۰۰۰ کورنیو ته برښنا وغځول شي.

هغه وویل، د میدان‌وردګ برښنا اداره هڅه کوي چې ټولو ولسوالیو ته وارېداتي برښنا وغځول شي او خلک له برښنا په سمه توګه ګټه واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


والي معاذ له ولسونو وغوښتل چې د بیارغونې په برخه کې د دولت ملاتړ وکړي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ اوسېدونکې هم خوښ دي چې میدان‌ښار کې زر کېلو واټه ټرانسفرمر پرانېستل شو، خو ټينګار کوي چې ددغه ولایت ولسوالیو ته دې هم برېښنا وغځول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام