د هلمند په سنګین ولسوالي کې د ۱۲۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا وېش یوه ستره پروژه پرانیستل شوه چې چارواکي وایي، د سیمې د برښنا ستونزو د حل او د شبکې د ظرفیت د لوړولو لپاره عملي کېږي.
د دې پروژې د پرانیستې مراسم د سنګین ولسوالي د سربان قلعه سیمې د برښنا کوټ سیمه برابر شوي وو چې پهکې د ځایي ادارې مسوولانو، د افغانستان برښنا شرکت استازو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د سنګین ولسوالۍ ولسوال، امنالله متین، د پروژې د پرانیستې پرمهال وویل، د پروژې په بشپړېدو سره به د ولسوالي اوسېدونکي له دوامدارې برښنا څخه برخمن شي او د برښنا اړوند ستونزې به یې تر ډېره حل شي.
هغه زیاته کړه چې د عامه خدماتو پراختیا او د خلکو اساسي اړتیاوو ته رسېدنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده. «دا پروژه به د سنګین ولسونه د ۲۴ ساعته برښنا څخه برخمن کړي او د برښنا په برخه کې به د خلکو ستونزه حل شي.»
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د برېښنا د وېش شبکې د پراختیا، د ظرفیت د لوړولو او د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو په موخه پلې کېږي.
د مسوولانو په وینا، په دې پروژه کې ۱۶۷۴ د برېښنا پایې، ۴۳ ټرانسفارمرونه، مېټر بکسونه، براکېټونه او د برېښنا د شبکې نور اړین تجهیزات شامل دي.
بل پلو، د سیمې اوسېدونکي وایي چې د برېښنا نشتوالی د دوی پر ورځني ژوند، زده کړو او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی و.
د سنګین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن سلاموطندار ته وویل، د برښنا د نشتون له امله یې د ژوند ډېری چارې له ستونزو سره مخ وې او اوس هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به وضعیت ښه شي.
هغه وویل: «پخوا به مو د برېښنا د نشتون له امله له ډېرو ستونزو سره ژوند کاوه. د ماشومانو زده کړې، د دکانونو چارې او د کورنۍ اړتیاوې اغېزمنې وې. اوس هیله لرو چې دا ستونزې به کمې شي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکي محمدنبي هم د پروژې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوامداره برېښنا به د خلکو د ژوند د اسانتیا ترڅنګ د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لامل هم شي. «د دې پروژې پیل د سنګین خلکو لپاره یو ښه زېرى دی. کله چې برېښنا منظمه سي، نه یوازې د خلکو ژوند به ښه سي بلکې سوداګریز فعالیتونه به هم پراخ شي.»
دا پروژه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي د بنسټیزو خدماتو د پراختیا غوښتنه کوي او تمه لري چې د برېښنا شبکې په بشپړېدو سره به د سیمې د پرمختګ لپاره نوې زمینه برابره شي.