Asset 1SWN

سلام وطندار

د پېژندنې لپاره لټون؛ له مصنوعي ځیرکتیا سره د بلدتیا کیسه

AI

زه محمدحسین جعفري د رڼا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل یم. رسنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا مسلې له پراخېدو او راڅرګندېدو سره، د دې ټکنالوژۍ د ځانګړتیاوو په اړه د محصلانو او ځوانانو ترمنځ ډېرې پوښتنې راولاړې شوې.

په پیل کې د دې پلټفارم په اړه برداشتونه بېلابېل او کله ناکله ناسم وو. افغانستان کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې زیاتوالي، زه هم وهڅولم، څو د دې ټکنالوژۍ په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره پلټنه وکړم. ما د مالوماتي بنسټونو په وېبپاڼو کې د لټون وسایلو په مرسته، د مصنوعي ځیرکتیا او د هغې د کارونو په اړه پوښتنې وکړې او همدارنګه مې د دې نوې ټکنالوژۍ مثبت او منفي اړخونه وڅېړل. د دغو پلټنو پایله زما لپاره د اشنایۍ لامل شوه. اوس زه له دې ټکنالوژۍ څخه د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار اخلم.  که څه هم ډېر وخت نه کېږي چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوم، خو د دې ټکنالوژۍ له پېژندنې راهیسې او د زده‌کړې او تعلیمي موخو لپاره د هغې له کارونې سره، د زده‌کړې ستونزمن مسیر راته اسانه شوی. له دې نوې ټکنالوژۍ سره د اشنا کېدو او کارولو لومړنۍ انګېزه زما د زده‌کړې تنده وه. پوهنتون کې له تخصصي بحثونو نیولې تر عمومي پوښتنو او تر ټولو مهم د ژبې زده‌کړې پورې، دا ټول هغه مهم مسایل دي چې زما د مصنوعي ځیرکتیا کارونه پرې راڅرخي. د نوې ټکنالوژۍ راڅرګندېدو د زده‌کړې او څېړنې لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي. هر څوک کولی شي په هره برخه کې د مصنوعي ځيرکتيا په کارولو سره خپل فردي او مسلکي پرمختګ ته ورسېږي.

د پېژندنې په پیل کې، هغه معلومات چې ما له مصنوعي ځيرکتيا ترلاسه کول، ارزول مې او دې پایلې ته ورسېدم چې دغه مالومات له ډېر دقت او چټکتيا څخه برخمن دي. که څه هم نه شي کېدی چې تل او په ټولو برخو او پرېکړو کې پر دې ټکنالوژۍ تکيه وشي، خو بيا هم په بېلابېلو برخو کې مرسته کوونکې تمامېږي. زما د پلټنو موندنې او هغه مالومات چې مصنوعي ځيرکتيا يې راکوي، د لومړني تصور خلاف، له دقت او سموالي سره مل دي. هغه مالومات چې دا ټکنالوژي یې وړاندې کوي، پر باوري او اړوندو سرچينو ولاړ وي. مصنوعي ځيرکتيا مالومات په منظم او يو ډول ترتيب سره کاروونکو ته وړاندې کوي. زما د کارونې تجربه ښيي چې د دې ټکنالوژۍ مالومات چټک، سم او کره دي. همدا ځانګړتياوې وې چې زه يې مصنوعي ځيرکتيا ته لا زيات جذب کړم.

مصنوعي ځيرکتيا بېلابېل وسايل لري چې هر يو يې په ځانګړې برخه کې ګټور دی. د وخت په تېرېدو سره دا نوې وسايل ورځ تر بلې زياتېږي، خو زه د پېژندنې له پيله تراوسه پورې ترټولو ډېر د «چټ‌‌جي‌پي‌ټي» له وسيلې څخه استفاده کوم. دا پلټفارم له ما سره مرسته کوي، څو په بېلابېلو برخو کې خپل مالومات پراخ کړم. دغه ټکنالوژي انسان سره د پوهې د زده‌کړې، په ځانګړي ډول د ژبې د زده‌کړې په برخه کې ملتیا کوي. د ژبې د زده‌کړې لپاره د دې ټکنالوژۍ مشورې ډېرې ګټورې دي، خو له بلې خوا د ځوانانو ترمنځ یو شمېر ننګونې هم لیدل کېږي. په بې‌مخینې ډول د مصنوعي ځیرکتیا کارونه د محصلانو او زده‌کوونکو ترمنځ د تمبلۍ لامل ګرځي او د نیوکې او خپلواک فکر کولو وړتیا کموي. ځوانانو او خپلو هم‌نسلانو ته زما پیغام دا دی چې له دې ټکنالوژۍ څخه په منظم او هدفمند ډول کار واخلي او هڅه وکړي چې پر مصنوعي ځیرکتیا متکي نه‌شي. په دې ټکنالوژۍ کې ډېر مثبت اړخونه شته، خو اړینه ده چې د هغې په کارونه کې له تېروتنې او بې‌ځایه استعمال څخه ځان وساتو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام