Asset 1SWN

د پاکستان له زندانونو ۳۳۴ افغان بندیان ازاد شول

پاکستان زندان بندیان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې روانه اونۍ ۳۳۴ افغان کډوال چې د پاکستان بندخونو کې بندیان وو، تر ازادېدو وروسته د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.

د تورخم او سپین‌بولدک د لېږد امریتونو د مسوولانو پر خبره، ۲۲۹ د تورخم او ۱۰۵ د سپین‌بولدک له لارې راستانه شوي.

دغه کسان اسنادو کې د ستونزو له امله نیول شوي او له دریو ورځو تر دریو میاشتو بندیانو وو.

هغوی تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

له دې وړاندې هم یوشمېر افغانان د پاکستان، عراق، متحده عربي اماراتو، بریتانیا او عمان له زندانونو د خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام