Asset 1SWN

سلام وطندار

بنیامین نتن‌یاهو: ایران پر توغندیو یو ټریلیون ډالر پانګونه کړې

نتنیاهو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې ایران په تېرو کلونو کې نږدې یو تریلیون ډالر د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو لپاره لګولي دي.

د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، نوموړي پرون سه‌شنبه، د مارچ ۳۱مه، په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي چې تهران په قصدي ډول هڅه کوي اسراییل له‌منځه یوسي، پر منځني ختیځ واکمن شي او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړې چې ایران، سره له دې چې له سختو بندیزونو سره مخ دی، بیا هم ډېرې سرچینې د خپلو پوځي پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې کړي او د ده په وینا، دا پانګونې تراوسه «بې‌ګټې» ثابتې شوې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر ټینګار کړی چې هېواد به یې د ایران ګواښونو ته ځواب ووایي او د خپل ملي امنیت ساتنې ته ژمن دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام