ایران خبرداری ورکړی که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د برښنا شبکې پر وړاندې ګواښ عملي کړي، دغه هېواد به د خلیج ګاونډیو د انرژۍ او اوبو سیسټمونه هم په نښه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنگي بېرته پرانیستلو لپاره ایران ته د ۴۸ ساعتونو وخت ورکړی چې سبا سه‌شنبه به پای ته ورسېږي.

پر نړیوالو بازارونو اغیزې

د دوشنبې پر ورځ د چین او هانک‌کانګ سټاک بازارونه د نږدې یوکال تر ټولو خرابې ورځې په حال کې وو، ځکه د منځني ختیځ جګړې د «سټاک فلیشن» اندیښنې زیاتې کړي او نړیوال مالي بازارونه یې ګډوډ کړي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر کیرسټارمر د ورځې په اوږدو کې د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې، ځکه چې د جګړې اقتصادي اغیزې ډېرې شوي دي.

په ایران کې وضعیت

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (IRGC) خبرداری ورکړی چې که د برښنا کارخونې هدف وګرځول شي، دوی به غبرګون وښيي، په اسراییل او د امریکا پوځي اډو ته برښنا رسوونکي مرکزونه یې په نښه کړي.

د اسراییل پوځ ویلي چې په تهران کې یې پراخ بریدونه کړي. د پلازمېنې مرکزي، سوېلي او ختیځو برخو کې یې درنې چاودنې شوې دي. په بندر عباس ښار کې د ایران د دولتي رادیو د ۱۰۰کیلوواټه AM ټرانسمیټر په برید کې یو تن وژل شوی.

په ارومیه ښار کې هوايي برید د هستوګنیزو ودانیو د ویجاړېدو لامل شوی او ژغورونکي تر خاور او ډبرو لاندې کسان لټوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا (CENTCOM) ویلي چې په قم ولایت کې یې د ټرباین تولید ځای هدف ګرځولی چې د بې‌پیلوټه الوتکو او هوايي تجهیزاتو لپاره کارول کېده.

په خلیج کې وضعیت

سعودي عربستان: دوه بالیستیک توغندي د ریاض پر لور توغول شوي، یو یې شنډ شوی او بل په غیرنفوسي سیمه کې لوېدلی دی.

متحده عرب امارات : په ابوظبي کې یو هندي اتباع ټپي شوی. اماراتو ویلي چې د ایران د توغندیو د خطر په غبرګون کې اقدام کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


قطر : د مارچ ۲۲مه د تخنیکي ستونزې له امله د یوې چورلکې د لوېدو له امله ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ چې په‌کې څلور قطري او درې ترکي سپرلۍ وه.

بحرین: د پنځمې بیړۍ پر اهدافو توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوي.

کویت: د هوایي چلند ادارې د ایران د هوايي محدودیتونو او بریدونو په اړه نړیوال سازمان ته رسمي شکایت سپارلی دی.

په امریکا کې غبرګون

ډیموکرات سناتور چک شومر پر خپله اېکس‌پاڼه د امریکا د پوځي عملیاتو د پای غوښتنه کړې. سناټور تیم کین ویلي چې ټرمپ لاهم د ۲۰۲۰کال د ټاکنو له ماتې سره نه دی موافق او زموږ ځوانان جګړې ته لیږي.

په اسراییل کې وضعیت

د اورشلیم او مرکزي اسراییل کې خبرداری فعال شوی او چاودنې ثبت شوي دي. د ایران د برید له امله په دیمونا او اراد ښارونو کې لږترلږه ۱۸۰ کسان ټپیان شوي، د دیمونا ښار د اسراییل اصلي اتومي مرکز شاوخوا دی.

په لبنان او عراق کې وضعیت

لبنان: د مارچ ۲ څخه تراوسه د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۱۰۲۹ کسان وژل شوي چې له ۱۰۰ زیات ماشومان هم په‌کې شامل دي.

عراق: لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي، اکثریت یې د ایران ملاتړي ځواکونه وو. یوه بهرنۍ عمله د عراق په بندر کې د ټانکر پر برید کې وژل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام