په هېواد کې یوه ډله ځوانانو په خپل نوښت د «بلبل» په نوم یو اپلېکېشن جوړ کړی چې نورو تنکیو ځوانانو، ځوانانو او ماشومانو ته په غږیزه بڼه، دیني، معلوماتي، هنري او داستاني کتابونه وړاندې کوي.
د یاد اپلېکېشن جوړونکي وايي چې د دغه پروګرام په راښکته کولو سره، مخاطبان کولای شي، د بوختیا، موټر چلولو سربېره، هر کله په غږیزه بڼه د خپلې خوښې کتابونه واوري.
د «بلبل» په نوم د ډیجیټلي اپلېکېشن طراحه، سوریا یوسفي وایي چې دا پروګرام اوس مهال شاوخوا ۵۲زره فعال کاروونکي او دري، پښتو او انګلیسي ژبو کې غږیزو کتابونو ته لاسرسی لري.
د هغې په وینا، د دې سافټوېر ډېری کاروونکي له افغانستانه بهر دي او شاوخوا ۶۰سلنه مخاطبان د هېواد له پولو بهر ژوند کوي.
هغې وویل: «موږ ۵۲زره فعال کاروونکي لرو. زموږ ډېری کاروونکي له افغانستانه بهر دي او شاوخوا ۶۰سلنه مخاطبان د هېواد له پولو بهر ژوند کوي. له بلخوا، داسې کسان هم شته چې کافي سواد نهلري یا په نورو کارونو بوخت وي او د کتاب لوستلو وخت نه پیدا کوي. د بېلګې په توګه، هغه ښځې چې د ورځې په اوږدو کې پر کارونو بوختې وي، کولای شي د غوږیو په وسیله دا کتابونه واوري.»
د بلبل پروګرام د مسوولانو په وینا، د دې سافټوېر د جوړولو مهم اهداف د پوهې لېږد، د کتابونو د کارولو اسانتیا رامنځته کول او د هغو کسانو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د غږ ویلو یا ویاندۍ مهارت لري.
د دې پروګرام له لارې بېلابېل ډول کتابونه وړاندې کېږي چې پهکې انګېزشي، دیني، شعري، ناولونه او د ماشومانو کتابونه شامل دي. د پروګرام جوړونکي وایي چې د کتابونو کتګورۍ د ټولو عمرونو لپاره برابرې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د معلوماتو له مخې، د دې اپلېکېشن ډېری کاروونکي ځوانان دي چې د ناولونو اورېدو ته ځانګړې لېوالتیا لري. د پروګرام جوړونکي ټینګار کوي چې د دوی اساسي هدف دا دی چې کتابونه د غږیز بڼې له لارې خلکو ته ورسوي او د هېواد دننه او بهر عامو خلکو ته د پوهې د ترلاسه کولو اسانه لار برابره کړي.
بل لور ته د دې سافټوېر کاروونکي هم وایي چې دې پروګرام ته لاسرسی د دوی لپاره ګټور تمام شوی او اوس کولای شي خپل ازاد وختونه په مثبت ډول د کتابونو اورېدو ته ځانګړي کړي.
د بلبل اپلېکېشن دوه کاروونکي، سدیس او نجلا، د دې پروګرام په اړه وايي:
سدیس وایي: «موږ کولای شو د خپل وزګارتیا پر وخت ډېر کتابونه واورو او ډېری ناولونه ترلاسه کړو. د دې کتابونو لوستل او اورېدل زما د ورځني ژوند لپاره ګټور تمامېږي. د بېلګې په توګه، زه کولی شم د کار پرمهال یا د نورو کارونو په ترڅ کې د غږیزو کتابونو څخه استفاده وکړم او په عین وخت کې خپل نور کارونه هم ترسره کړم.»
نجلا وايي: «غږیز کتابونه ماته دا فرصت راکوي چې حتی د نورو کارونو پر مهال هم کتابونه واورم. د دې پروګرام له لارې زما د مطالعې عادت پیاوړی شوی او زه ډېری انګېزشي کتابونه اورم.»
په تېرو کلونو پرمهال په ډېرو هېوادونو کې د غږیزو کتابونو کارونه زیات شوي دي. دا ډول کتابونه خلکو ته دا امکان ورکوي چې پرته له دې چې متن ولولي، د اورېدو له لارې محتوا ته لاسرسی پیدا کړي. همدارنګه، هغه کسان چې لوستلو ته لاسرسی نه لري یا د لید ستونزې لري هم کولای شي له دې لارې کتابونه او پوهه ترلاسه کړي.


