Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران جګړه؛ پاکستان کې د تېلو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوي

پاکستان د تېلو بیې

د پاکستان حکومت د ایران جګړې او منځني ختیځ کې د کړکیچ له امله د تېلو پرچون بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې کړي.

رویټرز نن شنبه د حوت ۱۶ / مارچ ۷ راپور ورکړی چې د نوي اعلان له مخې، پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی چې ورسره د پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ کلدارو ته رسېدلې.

راپور کې ویل شوي چې دا پرېکړه د نړیوالو حالاتو او د تېلو د بیو لوړېدو له امله شوي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د وضعیت له ښه کېدو سره به بیې بېرته راکمې شي.

د پاکستان د نفتو وزیر علي پرویز ملک وویل: «موږ دا پریکړه د مجبوریت له مخې کړې ځکه چې په نړیواله کچه د پټرولو بیې لوړې شوې دي.»

د هغه په وینا، حکومت به د اونۍ په پای کې د تېلو نرخونه بیا وارزوي.

د پاکستان له دغه اعلان وړاندې د لاهور او کراچۍ په څېر لویو ښارونو کې خلک د خپلو موټرو او موټرسایکلو د ټانکیو ډکولو لپاره د تېلو سټیشنونو کې اوږدو لیکو کې په تمه ولاړ دي.

لاهور ښار کې د تېلو یوه سټیشن کې په نوبت ولاړ د سوداګرۍ مالک عمران حسین وویل: «زه له تېرو ۷۰ دقیقو راهیسې د خپل وار انتظار کوم.»

ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د تېلو ذخیرې کوونکي به مجازات شي.

هغه ویلي: «موږ د تیلو کافي زیرمې لرو. خو غواړو چې هغه وغځوو ځکه چې نه پوهیږو چې د منځني ختیځ بحرانونه به کله پایته ورسیږي.»

د یادونې ده چې پاکستان تر ډېره له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه د ایران هرمز تنګي له لارې تېل واردوي.

خو هُرمز تنګی د اسراییل، امریکا او ایران جګړې له امله تړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام