د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف ویلي، افغانستان لا هم یو له هغو هېوادونو دی چې د لوږې له امله ډېر زیانمن شوی.
هغه نن پنجشنبه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، دا چې د پاکستان پولې ته نږدې شخړې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدودوي، ورسره د شدیدې خوارځواکۍ کچه هم لوړیږي.
د ده په وینا، د خوارځواکۍ کچې په لوړېدو سره به لسګونه زره ماشومان له جدي خطر سره مخ شي.
د اسلامي امارت او پاکستان ځواکونو یوه اونۍ وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښه کې جګړه پیل کړه چې دواړو لورو ته درنه مرګژوبله اوښتې.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې پاکستان تر ډېره ملکي سیمې په نښه کړي او ملکیانو ته یې تلفات اړولي دي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې د دغو نښتو په دلیل پکتیا، خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شاوخوا ۱۶ زره کورنۍ بېځایه شوي دي.