د اسراییل پوځ ویلي چې تر پرون چهارشنبې ورځې یې پر ایران د بریدونو په ترڅ کې له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځولي.
اسراییلي رسنیو نن پنجشنبه د حوت ۱۴ / مارچ ۵ راپور ورکړی چې د اسراییل بریدونو کې زرګونه ایراني سرتیري وژل شوي.
راپور کې ویل شوي چې د اسراییل پوځ د ایران پر وړاندې لږترلږه د یوې یا دوو اونیو نورو عملیاتو پلان لري چې موخه یې د ایران د زرګونه نورو اهدافو په نښه کول دي.
د اسراییل دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې ودانۍ کې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو، د سپاه پاسداران د قدس ځواک د استخباراتو ریاست، د بسیج نیمه پوځي ځواک، د ایران د سایبر واحد او د ایران د داخلي ځانګړو امنیتي ځواکونو واحد په نښه کړي دي.