د دفاع وزارت ویلي چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو د کابل بمبار لپاره د پاکستان د بمبار هڅه شنډه کړه.
دغه وزارت نن یکشنبه حوت ۱۰ / مارچ لومړۍ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اوس هېواد کې امنیت تامین او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
د دفاع وزارت زیاته کړې چې د درنو وسلو هر هغه غږ چې اورېدل کېږي، د افغانستان د دفاع لپاره کارول کېږي.
هممهاله، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي چې کابل کې د پاکستان د الوتکو پر وړاندې دافع هوا بریدونه ترسره شوي دي.