سلاموطندار د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۳۶ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې، هغه مېرمنې نجونې چې د کور نارینه نهلري، د کورنیو اقتصادي بارونه پر اوږو وړي او تر رواني فشار سربېره، د کورني تاوتریخوالي او جوړښتي سپکاوي سره هم مخ دي.
د موندنو له مخې، هغه نجونې چې ورور نهلري، رواني فشار، سپکاوي او بېلابېلو کړاونو سره مخ دي.
په دې راپور کې د کابل، فاریاب، کندوز، بادغیس، کونړ، هرات، غور، بدخشان، جوزجان او پروان له نجونو سره مرکه شوې دي. ډېری دغه نجونې وايي، ورور نهلري او دې چارې یې، ټولنه کې ځایځایګی ورک کړی چې په وینا یې، د بېارزښتۍ له حس سره مخ دي.
کورنۍ؛ د جنسیتي تبعیض رېښې
۲۶کلنه خدیجه قمبري د هرات اوسېدونکې او د خپلې کورنۍ لومړۍ اولاد دی. هغه د جنسیتي تبعیض هغه تجربه بیانوي چې کلونه وړاندې یې پلار د هغې له خور سره کړې وه. همدارنګه ۲۵کنه نجلا د فاریاب اوسېدونکې ده او د خپل پلار د کور د ژوند لومړنی تحقیر او ناهیلي یادوي.
هغه وايي: «زما له زېږون وروسته، زموږ په کورنۍ کې یوه بله نجلۍ هم زیږېدلې وه، خو پلار مې یوازې د دې لپاره چې ماشومه نجلۍ وه، هغه یې له ځان څخه لرې کړې ده. په هغه وخت کې مور ته ویل شوي وو چې ماشومه مړه شوې، خو څو کاله وروسته پلار مې پخپله پر دې حقیقت اعتراف وکړ.»
نوموړې وویل: «پلار او مور مې تل وایي کاش له موږ څخه یو یا درې تنه زامن وای. پلار مې له مور سره پرلهپسې شخړې کوي او دا ملامتي ورباندې اچوي چې ولې یې لوڼې زیږولي دي. موږ څو ځله د پلار د کورنۍ لهخوا سپکو خبرو سره مخ شوي یو او راته ویل شوي چې لور د خلکو مال دی، یعنې له واده وروسته د مېړه کور ته ځي.»
له ۳۶ هغو نجونو څخه چې ورسره مرکې شوې دي، ډېرو یې ویلي چې لږترلږه یو ځل د ورور نهلرلو له امله، په مستقیم یا غیرمستقیم ډول، تر ملامتۍ لاندې راغلي دي. ځینو نورو بیا څرګنده کړې چې د دوی میندې هم یوازې د لور د زېږون له امله د کورنۍ له لوري ملامتې شوې دي.
په همدې تړاو، د ملګروملتونو د نفوس صندوق(UNFPA) څېړنې چې په ۲۰۲۰کال کې د سوېلياسیا په ټولنو کې د «زوی ته د لومړیتوب ورکولو» تر سرلیک لاندې خپرې شوي، ښيي چې دا ډول لیدلوري په ژورو نرواکو جوړښتونو کې ریښې لري؛ داسې جوړښتونه چې اقتصادي او ټولنیز ارزښت د انسان له جنسیت سره تړي.
د خپلوانو او ټولنې فشار
د دې راپور موندنې ښيي چې د هغو نجونو پر وړاندې تبعیض چې ورور نهلري، یوازې د کورنۍ په چوکاټ کې نه محدودېږي، بلکې دا چلند د خپلوانو ترمنځ هم په یو منظم او تکراري ډول دوام پیدا کوي.
۱۷کلنه شکرانه، د کندوز اوسېدونکې ده او د خپلوانو له لوري د سپکو او له سپکاوي ډکو چلندونو په اړه وایي: «ترور مې او کاکا مې زموږ پروا نهکوي، چلند یې راسره ښه نهدی. زموږ په اړه بدې دعاوې کوي او وایي چې نجلۍ په څه کار راځي، همدا زوی دی چې د سړي سره راټولوي. د کاکا لوڼې مې وایي چې ورور نهلرئ، تر کومه به د پلار په کور کې اوسېږئ، څوک به مو ساتنه کوي؟ که ورور مو درلود، کار به یې کاوه او ستاسو د خوراک او لګښت غم به یې خوړ. ان کوچنۍ خور مې یې هلکپوښ کړې ده.»
یوشمېر نورو نجونو ویلي چې په کورنیو غونډو او خپلوي ناستو کې له داسې جملو سره مخ شوي، لکه «بېزویه کور نیمګړی دی» او یا «زوی دی چې انسان سره یوځای کوي». که څه هم دا خبرې کله ناکله د ټوکې په بڼه ویل کېږي، خو د ارواپوهانو په وینا، دا ډول څرګندونې کولی شي د افرادو پر ځاندرناوي او رواني سلامتۍ ژور او دوامدار اغېز پرېږدي.
۳۵کلنه چمن د فاریاب اوسېدونکې ده چې د دغو چلندونو د اغېزو په اړه پر خپل ژوند داسې وایي: «دا خبرې زما پر روان ډېرې منفي اغېزې کړي دي. د داسې جملو اورېدل لکه ‘بېزویه کور، کور نه دی، لکه تیاره کور’ موږ د بېارزښته والي احساس ته رسولي یو او ان زموږ په زړونو کې یې غوسه هم پیدا کړې ده.»
د نارینه ملګري د نشتوالي له امله د فرصتونو له لاسه ورکول
د دې راپور موندنې ښيي چې هغه نجونې چې ورور نهلري، د کار او ټولنیزو اړیکو په برخه کې له یوشمېر فرصتونو بېبرخې کېږي. دا نجونې یوازې د کورنۍ دننه نه، بلکې په ټولنیز ژوند کې هم له محدودیتونو سره مخ وي.
۲۶کلنه مروه د فاریاب اوسېدونکې ده او په دې اړه وايي: «ځینې فرصتونه مو یوازې د دې لپاره له لاسه ورکړي چې له موږ سره نارینه ملګری نه و. د خلکو چلند ځورونکی دی؛ کله په ښکاره وایي ‘کاش زوی مو درلود’ او کله بیا په ټوکو او کنایو دا خبره راپه یادوي. ډېر ځله مې احساس کړی چې زموږ ارزښت یوازې د دې لپاره کم ګڼل شوی چې زموږ په کورنۍ کې زوی نشته. له ګاونډیانو څخه مو څو څو ځله سپکې او ځورونکې خبرې اورېدلې دي، لکه دا چې ‘بېزویه کور نیمګړی دی’.»
یوشمېر نورو نجونو ویلي چې د دولتي او غیردولتي ادارو تګراتګ، د اسنادو تعقیب او یا د مالي ستونزو حل ورته د رسمي او غیررسمي محدودیتونو له امله ستونزمن تمام شوی دی.
۲۵کلنه سارا، د کونړ ولایت اوسېدونکې ده چې خپله تجربه داسې بیانوي: «د کور مهمې پرېکړې او د باندې کارونه هغه وخت ډېر سخت احساس کېږي چې ټول مسوولیتونه د ښځو پر اوږو پاتې شي. ادارو ته تلل، د اسنادو برابرول او ځینې مالي ستونزې راته لویې ننګونې دي، او کله ناکله د ټولنیزو محدودیتونو له امله دا کارونه په اسانۍ نه شم ترسره کولای.»
هغه نجونې چې ورور نهلري، په داسې حال کې د تبعیض او سپکاوي کیسې کوي چې کارپوهان د دې چلند له پایلو خبرداری ورکوي. د ارواپوهانو په وینا، په کورنۍ کې د نجونو تحقیر او تبعیض د هغوی د ځانباور د کمېدو او د کمارزښتۍ د احساس لامل ګرځي.
ارواپوه محمدالله بلوچ په دې اړه وایي: «د ځاندرناوي کمېدل، د خپل ارزښت نه پېژندل، شدید ټولنیز اضطراب، ذهني فشار او د رواني امنیت نشتوالی هغه مهال رامنځته کېږي چې تبعیضي چلندونه اوج ته ورسېږي. د کورنیو له لوري د پوهاوي لوړول ډېر مهم دي؛ هغوی باید خپلې لوڼې د ناسمو دودونو پر وړاندې وروزي. دویم، مسلکي زدهکړې، د کار مهارتونه، ټولنیز چلندونه او سلا مشورې دي چې کولی شي د تبعیضي چلندونو او د هغوی د اغېزو په مخنیوي کې مرسته وکړي. په پای کې، کورنۍ باید خپلې لوڼې ملاتړ کړي.»
همدارنګه، ټولنپوه شعیب احمدي وایي چې پر نجونو محدودیتونه او فشارونه د کورنۍ او ټولنې نظم ګډوډوي او پر راتلونکو نسلونو هم ژور اغېز پرېباسي. نوموړی د ښځو د ځایځایګي په اړه د پوهاوي پروګرامونو پر جوړولو ټینګار کوي.
هغه وویل: «نننۍ نجلۍ سبا مور ده. که هغه تر دا ډول فشارونو لاندې وي، خپلواکي ونهلري او له ستونزو سره مخ وي، نو هغه نسل چې دا به یې وروزي هم به له بندیزونو سره مخ وي. دا حالت له ټولنیز پلوه ستونزې زېږوي او د کورنۍ نظام ګډوډوي. حکومتونه باید داسې پروګرامونه جوړ کړي چې د ښځې د ځایګی په اړه پوهاوی لوړ کړي، څو ښځې او ټولنه ښه درک ته ورسېږي.»
سره له دې، د ښځو د حقونو فعالان پر دې ټینګار کوي چې په کورنیو کې د پوهاوي کچه لوړه شي او د نجونو د ارزښت لپاره د زدهکړې او تعلیم زمینه برابره شي، څو نجونې وکولای شي د ټولنې د حاکمو دودونو او د کورنیو د منفي لیدلورو پر وړاندې ودرېږي.
د ښځو حقونو فعاله حسنا رووفي وايي: «لومړی باید هغو کورنیو ته چې زوی نهلري، دا وروپوهول شي چې د اسلام او ټولنې له نظره د لور ارزښت څه دی. دویم، د رسنیو له لارې باید د نجونو ارزښت خلکو ته وروپېژندل شي. درېیم، ملاتړ دا دی چې نجونې باید زدهکړو او کار ته شاملې شي، څو د زدهکړې له لارې یې ذهن روښانه شي، د کورنیو لپاره بار ونهګرځي، بلکې د کورنۍ فکر هم روښانه کړي. په دې توګه، هر نوی نسل به روښانفکره وي او د ښځې او سړي ارزښت به په مساوي ډول درک کړي.»
بلخوا، د اسلامي امارت د د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان، د ښځو د حقونو پر ساتنې او ملاتړ ټینګار کوي او وایي، که ښځې له محدودیتونو یا هر ډول تبعیض سره مخ شي، د ولایتونو، ولسوالیو او مرکزونو په کچه د ملاتړ او لارښوونې بېلابېل مراجع ورته برابر شوي دي.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته وویل: «د کاري مسئولیت له اړخه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو د لارښوونې او ژمنتیا په برخه کې، ټول موارد شامل دي. که یوه ښځه د کمارزښت احساس کوي، یا په کورنۍ کې ورته په سپکه سترګه کتل کېږي، یا له دې امله خپه وي چې اولاد نهلري، او یا له نورو ستونزو سره مخ وي، دا ټول زموږ د وزارت د کاري مسئولیت برخه ده. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې په دې برخه کې سرغړونه وکړي. که څوک له داسې ستونزو سره مخ وي، کولای شي د اړوند ولایت، ولسوالۍ یا مرکز په کچه له د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت له محتسبینو سره خپله ستونزه شریکه کړي.»
د یادونې وړ ده چې په کورنۍ کې د ورور نشتوالی یوازې یوه فردي یا کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې د یوې پراخې فرهنګي او ټولنیزې پدیدې برخه ده؛ داسې پدیده چې نجونې له رواني ننګونو، ټولنیزو فشارونو او کورنیو ستونزو سره مخ کوي او د هغوی پر ژوند ژور اغېز پرېباسي.


