Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۶۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کډوال ۸۸

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې تېره ورځ ۶۵۰ کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.

دغه کمېسیون نن دوشنبه کب څلورمه ویلي چې ۱۸ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پل له لارې، ۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې، ۶۱ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې او ۵۶۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې، ملګري ملتونه وایي چې د راستنېدونکو له ډلې یوازې ۱۱سلنه یې کاري فرصتونه لري. د ملګروملتونو د اړوندو ادارو په وینا، د کار نشتوالی، د هستوګنې ستونزې او محدود لاسرسی پر بنسټیزو خدمتونو د راستنېدونکو کورنیو لپاره جدي ننګونې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې، دوه ورځې مخکې هم له ۶۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې وې چې دا چاره د راستنېدنې د لړۍ د چټکتیا ښکارندویي کوي.

ملګروملتونو همداراز ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵کال په ترڅ کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د راپور له مخې، ډېری راستانه شوي، له اقتصادي فشارونو، قانوني محدودیتونو او د کوربه هېوادونو د سختو تګلارو له امله ستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام