Asset 1SWN

سلام وطندار

امنیت شورا پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار ډلې ماموریت وغځاوه

امنیت شورا

د راپورونو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د اسلامي امارت او هغو پر ضد چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره ګواښ جوړوي، د بندیزونو د څار ډلې ماموریت یو بل کال هم وغځاوه.

دغه پرېکړه تېره شپه د امنیت شورا غونډه کې د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب او د ۱۵ موافقو رایو په اتفاق سره تایید شوه.

د دې پرېکړه‌لیک مسوده د امریکا له خوا چمتو او امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.

خو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې استازي له اسلامي امارت سره پر تعامل ټينګار وکړ.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام