Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت او ایران چارواکو د سرحدي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار کړی

Untitled-2

د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتيا ټینګار کړی.

کابل کې د ایران سفارت ویلي چې کاظم غریب ابادي او مولوي نورالله نوري دغو خبرو کې، پولو کې دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې ارزولي.

همدارنګه دواړو لوروو هوکړه کړې چې هرڅه ژر دې ګډې فني او حقوقي ناستې تعقیب شي.

د دغې هوکړې له مخې، د اسلامي امارت او ایران د لوړپوړو چارواکو راتلونکې غونډه به ۱۴۰۵ کال کې د تهران په کوربه‌توب ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام