د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د واورې د ورښت او توپان له امله د سالنګ لویه لار د مسافرو د خوندیتوب او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه په لنډمهالي توګه د هر ډول تګراتګ پرمخ تړل شوې ده.
د یاد وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس سلاموطندار ته ویلي چې دغه لار پرون مازدیګر د دوامدارې واورې ورېدو له امله د مسافرو او باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، یاده لویه لاره به تر بلې خبرتیا پورې تړلې پاتې وي.
د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.