سلاموطندار له ۳۲ مېرمنو سره چې عمرونه یې، د ۱۵ تر ۳۰کلونو ترمنځ دي، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، د یادو مېرمنو له ډلې ۲۰ یې، د کورنیو او ټولنیزو فشارونو له امله خپل نومونه پټ ساتي.
په ډېری افغان کورنیو کې له کور بهر د مېرمنو نوم یو ننګ او یا هم بېحرمتي بلل کېږي چې په همدې دلیل، د واده کارټونو، پلور، ټولنیزو رسنیو او نورو مراسمو کې یوازې د نارینه نوم کارول کېږي.
په ورته مهال ټولې مرکه شوې مېرمنې بیا د خپلو نومونو پټول نهمني او هغه د خپل هویت یوه برخه بولي، خو په وینا یې، ټولنیز جوړښت دوی دې کار ته اړ کړي دي.
د بدخشان اوسېدونکې فاطمه وايي: «زه خوښوم چې په خپل نوم واوسم، خو کورنۍ مې وايي چې ځینو ځایونو کې غوره دی چې تخلص یا نوم دې د نارینه راشي، څو د خلکو خبرې کمې شي. ځکه خلک فکر کوي چې د ښځې نوم په یوه ډله کې اخیستل بد ګوماني رامنځته کوي او خلک خبرې کوي، د همدې لپاره له دې کاره تېښته کوو.»
د فاریاب اوسېدونکې عزیزه وايي: «ځينو مواردو کې د شرايطو او ستونزو له امله اړ شوې يم چې د پېر او نورو چارو پرمهال خپل اصلي نوم ياد نهکړم، بلکې د خپل ورور، پلار يا خپل تخلص نوم وکاروم. زما کورنۍ هم زياتره دا غوره ګڼي چې په رسمي اسنادو او معلوماتو کې مې نوم د ښځينه پر ځای د نارينه په کټګورۍ کې ثبت شي، ځکه د هغوی په اند دا کار اسانه دی. خو زه خپله ډېره لېواله يم چې په خپل واقعي نوم وپېژندل شم او زما اصلي هويت وپېژندل شي.»
د فاریاب اوسېدونکې ذاکره خوښوي چې په خپل نوم ټولنه کې یاده شي. «کله چې په ټولنه کې له خلکو سره يم او يا څوک ما په خپل نوم رابولي، ځان ډېر هوسا احساسووم. خو کله چې غواړم په ټولنه کې د ځان لپاره يو ځای او مقام جوړ کړم، نه غواړم چې د پلار يا ورور د نوم له لارې وپېژندل شم؛ بلکې غواړم خپل هماغه اصلي نوم مې وکارول شي او په هماغه وپېژندل شم.»
د کاپیسا اوسېدونکې نصیبه وايي: «په ځينو مواردو کې، لکه د سرو زرو يا نورو مهمو اړينو وسايلو د پېر پرمهال، اړينه وه چې د پېرېدونکي نوم وليکل شي، او ما ترجيح ورکړه چې خپل اصلي نوم وکاروم. خو په ځينو نورو حالتونو کې د ټولنيز فشار او يا د کورنۍ د نظر له امله اړ شوې يم چې د پلار يا ورور نوم وکاروم او يا مستعار نوم واخلم؛ لکه د کور لپاره د يخچال د پېرلو پر مهال.»
د کندوز اوسېدونکې رونا وویل: «موږ په ډېرو مواردو کې له ستونزو سره مخ شوي يو، لکه د سرو زرو او نورو شيانو د پېرلو په وخت. په ځينو ځایونو کې مې خپل نوم ورکړی، خو کله چې زما کورنۍ ولیدل، ما يې سرزنش کړم چې ولې دې خپل نوم ورکړ. نو وروسته مې د پلار يا ورور په نوم شيان پېرل.»
د دې راپور له ۱۳ ګډونوالو څخه وايي چې دوی د خپلې کورنۍ له محدوديتونو بهر خپل نوم کارولی دی او که څه هم د کورنۍ لهخوا رټل شوي، خو له دې سره یې مبارزه کړې ده. د دې ۱۳ ښځو په باور، د ښځو نوم کارول د دوی ټولنیز مقام لوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زینب د بادغیس اوسېدونکې ده او وايي: «زما په اند د ښځې نوم یادول د هغې ارزښت کموي نه؛ برعکس، نوم لرل او پېژندل کېدل د هویت او احترام نښه ده. کم ارزښتۍ له ناسم فکر څخه راځي؛ نوم د هر انسان حق طبیعي دی.»
د کندوز اوسېدونکې صفیه وايي: «د نوم یادول د کم ارزښتۍ لامل نه دی، خو کورنۍ یې لکه عیب او ننگ ګڼي چې څوک پوه شي د دوی د کورنۍ ښځو نومونه څه دي.»
د دیني عالمانو په وینا، د پېغمبر اکرم (ص) د ښځو نومونه په تاریخي متنونو کې یاد شوي دي، نو د ښځو نوم اخیستل له دیني نظره کومه ستونزه نهلري، ځکه په اسلام کې ښځې د مالکیت حق لري او کولای شي خپل ملکیت د خپل نوم په نوم ثبت کړي.
دیني عالم علي عطایي په دې اړه وايي: «د ښځو نوم اخیستل د اسلامي او دیني زده کړو له نظره هېڅ مانع نه لري. تاسو پوهېږئ چې د حضرت پېغمبر اکرم (ص) د ښځو نومونه لکه حضرت خدیجه او حضرت عایشه په تاریخي متنونو کې یاد شوي، همدارنګه د لويې لور حضرت فاطمه زهرا نوم. خو په ننني ټولنه کې، په ځانګړي ډول زموږ په دودیزه ټولنه کې د ښځو نوم یادول منع شوي دي، چې دا د دودیزو مسایلو له امله دی. په داسې حال کې چې د اسلامي زده کړو له نظره هېڅ ستونزه نه لري؛ ښځې د مالکیت حق لري، کولای شي هر څه په خپل نوم ولري.»
ټولنپوهان هم باور لري چې د ښځو هویت پټول او هغوی د کورنۍ د نارینه وو په نوم پورې تړل د ښځو پر وړاندې د حق تلفۍ او تاوتریخوالي زمینه برابروي.
ټولنپوه ضیا نیکزاد وايي: «په نارینه سالاره ټولنه کې ښځې خپلواک هویت نه لري او د کورنۍ د نارینه وو سره تړل کېږي، چې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زمینه زیاتوي. په افغانستان کې ښځې د ناموس په توګه ګڼل کېږي او نه غواړي چې نور خلک د دوی نوم وپېژني. که ښځې د خپل نوم اخیستلو حق ونه لري، نو نه شي کولای خپلو حقونو او هیلو ته ورسېږي، او دا په مستقیم ډول د ښځو له اړخه ځورونې لامل ګرځي.»
روانپوهان هم د ښځو د هویت پټولو او د هغوی د شخصي نوم نهکارولو د رواني پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې دا حالت د ښځو د ځان درناوي (عزت نفس) کمېدو سبب ګرځي.
روانپوه احمدالله بلوچ وايي: «که داسې حالت رامنځته شي، نجونې له رواني اړخه بېباورۍ او ناامیدۍ ته رسېږي، د هویت ستونزې او د جنسیتي هویت ګډوډي منځ ته راځي، او دوی فکر کوي چې لکه یو هلک وي ترڅو خپلو سالمو غوښتنو او هیلو ته ورسېږي. دا حالت اضطراب، بېارزښتي او د عزت نفس کمېدل رامنځته کوي.»
بلخوا د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته د یادې موضوع په تړاو یوه غږیز پیغام کې ویلي چې یاد وزارت په دې اړه کوم بندیز نهلري او نه هم له دې موضوع سره تړاو لري.
په افغانستان کې د ښځو د نوم تابو یوه دودیزه او فرهنګي ستونزه ده چې له مخې یې، په ځینو مواردو کې د ښځو نوم اخیستل په عامه ځایونو، د بلنې په کارتونو، رسمي اسنادو او حتی د جنازې په مراسمو کې شرم ګڼل کېږي. دا پدیده د ښځې هویت پټوي او هغوی ته د «مور»، «خور» یا د بل [نارینه] ښځې په نوم خطاب کېږي.


