که څه هم حقوقپوهان وايي چې د «الضرر یزال» فقهي قاعدې پربنسټ، هر ډول تبعیض ممنوع دی، خو یوشمېر دندهلرونکې مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي او ځینې بیا وايي، کاري چاپېریال کې د تبعیض له امله اړ شوي چې دندې پرېږدي.
حقوقپوهان زیاتوي چې اسلامي فقه کې هره کړنه چې نورو ته د زیان او انساني کرامت د سلب لامل شي، نامشروع دی او د مطالبې لپاره یې، زیانلیدونکی کولای شي، شکایت وکړي او اسلامي حکومت هم باید ورته رسېدنه وکړي.
د حقوقپوهانو په وینا، که ښځه په کار ځای کې د ځورونې، توهین، تبعیض یا جنسي تعرض سره مخ شي، کولای شي د ضرر او ظلم په اساس قضیه ثبت کړي.
حقوقپوهه، خاطره ریان، وايي: «قاضی شرعي مکلف دی چې د الضرر قاعدې پر اساس ناسم چلند ودروي او جبران یې وکړي. په نړیواله حقوقي چوکاټ کې، لکه د ملګرو ملتونو اسنادو او نړیوالو سازمانونو کې، ښځو ته په کار ځای کې ځانګړې خونديتوبونه شتون لري.»
بلخوا، یوه بله حقوقپوه زیبا زحل وايي: «که ښځه په فزیکي یا رواني توګه زیانمنه شي، حق لري قضیه د پولیسو، محکمو او حقوقي مراجعو سره شریکه کړي او عاملین د عدلي او قضایي تعقیب لاندې راشي او سزا ورکړل شي. خو د اسلامي امارت محاکم یوازې شریعت اسلامي ته استناد کوي، پداسې حال کې چې د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، د ښځو پر ضد د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون، د نړیوال کار سازمان ILO او د ښځو د ځورونې مخنیوي کنوانسیون په نورو هېوادونو کې عملي کېږي.»
د اسلامي علماو په وینا، اسلام هر ډول تبعیض او تاوتریخوالی منع کړی او ښځې کولای شي د دغو پېښو په صورت کې عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه وکړي.
دیني عالم صبغتالله وثیق وايي: «ښځه کولای شي مشروع او حلال کار وکړي او د خپل عاید مالک وي. تبعیض په اسلام کې منع دی، او اسلامي تعلیمات د ښځو کرامت په هر ځای کې تضمینوي. هر ډول تبعیض، تحقیر او رواني یا کلامي خشونت چې ژوند ته زیان رسوي، په فقه اسلامي کې د قاضي د حکم لاندې د مالي یا زندان سزا لري.»
یو بل دیني عالم او د علماو شورا مرستیال شاهمحمود محمدي وايي: «لومړی باید خبرې وشي، بیا مسؤل رییس ته مراجعه وشي. که نتیجه ورنه کړي، ښځې کولای شي اسلامي محاکمو ته مراجعه وکړي. که دا هم نتیجه ورنه کړي، عامل باید تعزیري بند شي یا له وظیفې لرې شي. د الضرر قاعده په هېواد کې د قضایي چارو لپاره معتبره ده، او زیانمنو کسانو ته سپارښتنه کېږي چې د عدلي او قضایي نهادونو له لارې خپل حقوق تعقیب کړي.»
یوشمېر افغان ښځې وايي چې د کارځای واقعي حالت د حقوقي او دیني اصولو سره ډېر توپیر لري. دوی په خبرو کې څرګنده کړې چې کلامي تحقیر او ناوړه چلند، د پرمختګ د فرصتونو محدودول او وړتیاوو ته نهپام، د هغو ستونزو برخه ده چې له امله یې ځینې ښځې خپلې دندې پرېښي دي.
۲۳کلنه شمیلا، د کابل اوسېدونکې ده چې نږدې دوه کاله یې په یوه تصویري رسنۍ کې کار کړی، وايي چې د خپل مدیر لهخوا یې په مکرر ډول د قومي او مذهبي تبعیض سره مخ شوې ده: «په کار ځای کې داسې چلندونه ولیدل چې ناراحتي، تحقیر او ناامني رامنځته کول. ډېر وخت موږ ته د قوم یا مذهب له مخې توپیر کول، او حتی هغه جایزه چې د موږ او همکارانو حق و، بل چا ته ورکړل شوه. ټول زحمت موږ کړی و، خو د نابرابرۍ له امله پایله بل چا ته ورکړل شوه.»
یوشمېر نورې مېرمنې هم وايي چې په کارځای کې د رواني او فزیکي تبعیض او خشونت له امله یې د کار شرایط منفي شوي او ځینې یې خپلې دندې پرېښي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۴کلنه محفوظه د هرات اوسېدونکې ده، وايي: «زه په کار ځای کې د تبعیض او رواني خشونت سره مخ شوې یم، لکه درانه کارونه پرته له ملاتړ، د وړتیاوو نادیدهګی، د پرمختګ فرصتونو محدودول او د توهین آمیزه لحن کارول. ډېری وخت دا چلند د څانګې له مسؤل او کله ناکله له نارینه همکارانو سره ترسره شوی. له دې امله مې د غوره کاري فرصتونو څخه ډار وکړ او په داسې موقف کې پاتې شوم چې رضايت مې نه درلود.»
نصیبه، د کابل اوسېدونکې، هم وایي: «دا ډول چلندونه مکرر و او زما پر تمرکز او انگیزه یې منفي اغېز درلود. لومړی مې په چوپتیا کې پاتې شوم او شکایت مې ونه کړ، ځکه د وضعیت د خرابېدو وېره مې لرله. په پایله کې مې د خپل کار ځای بدل کړ.»
۲۴کلنه زهر د کابل اوسېدونکې ده، وايي: «چلندونه تکراري و؛ هره اوونۍ یوه پېښه رامنځته کېده چې ورو ورو عادي ښکاره کېده، خو واقعاً آزارنده و. تمرکز مې کم شوی و، سهارونه مې بې حوصله دفتر ته تللم او ځان مې نادیده احساسوو. یوازې قضاوت کېدم او انگیزه مې د پرمختګ لپاره ټیټه وه، او دې سبب شو چې کار پرېږدم.»
۲۶کلنه فریحه د بلخ اوسېدونکې ده. هغه وايي: «موږ له کار ځای څخه توقع لرو چې له هر لحاظه امن وي؛ روحی، روانی، اخلاقي او صحي. کله چې چاپېریال برابر وي، موږ کولای شو ښه او باانګیزه کار وکړو، خلاقیت مو وده وکړي او د خپل کار ادارې پرمختګ ته ګټه ورسوو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دیني اصولو او نافذو قوانینو له مخې هر ډول تبعیض او خشونت پر ښځو منع دی.


