د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار کړی چې باوري دی حماس به د هغې سولې د طرحې په چوکاټ کې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، کومه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلسطین د غزې تړانګې لپاره وړاندې کړې ده.
سټیو ویتکاف د امریکا د حکومت په غونډه کې وویل: «موږ ترهګر له هغه ځایه وایستل، هغوی به بېوسلې شي… دا کار به کوي ځکه بله لاره نه لري… نو موږ یې تمه لرو.»
نوموړي په ځانګړې توګه یادونه وکړه چې حماس به خپلې «AK-47» وسلې چې د کلاشینکوف په نوم هم پېژندل کېږي، پرېږدي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل: «ډېرو کسانو ویل چې هغوی به هېڅکله بېوسلې نه شي، خو داسې ښکاري چې بېوسلې به شي.»
د سولې د طرحې د لومړۍ مرحلې له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې عملي شوی دی.
همدارنګه د دې هوکړې له مخې، د اسراییلي او فلسطیني بندیانو تبادله هم شوې ده.