د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له لوري د دې مسودې له مخې، ټاکل شوې د ۲۰۲۶کال د جون تر میاشتې پورې له افغانستان سره د پوځي ـ تخنیکي همکاریو یو پروګرام جوړ شي او وروسته د تایید لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر تر څار لاندې امنیت شورا ته وړاندې شي.
همداشان د دې پلان له مخې به د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې اسلامي امارت ته د همکاریو رسمي وړاندیز ولېږل شي چې د مثبت ځواب ترلاسه کولو په صورت کې به ورپسې نور اقدامات هم وشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سلاموطندار ته وویل، افغانستان له نورو هېوادونو سره ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو اړتیا ته په کتو پرمختګونه کړي دي.
د نوموړي په خبره، اوزبیکستان د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ روحیه او په بېلابېلو اقتصادي، کرنیزو او تخنیکي برخو کې د مرستو لېوالتیا لري.
نوموړي وویل: «دغه د هېوادونو خپل پلانونه دي چې بېلابېلو مواردو کې به یې لري، افغانستان په اقتصادي او ډېپلوماټیکو عرصو کې له هېوادونو سره اړیکو ته ډېره زیاته اړتیا لري او له اوزبیکستان سره ډېر پرمختګ هم شوی دی. مونږ دا حس کوو چې اوزبیکستان هېواد په افغانستان کې د اقتصادي برنامو د همکاریو په برخه کې همداسې د نورو زراعتي او تخنیکي وسایلو همکاریو برخو کې ډېره لېوالتیا لري او مونږ ددې دریځ مننه کوو. دا چې د دوي پلان نور بعدونه هم لري کنه، هغه د دوي په پلان پورې اړه لري خو په عموم کې د اوزبیکستان هېواد له ښه نیت نه او د دوي د هغه نیت نه چې د افغانستان له خلکو سره پر همکارۍ ولاړه ستراتیژي لري، ستایو او دا د ښه ګاونډیتوب او ورورګلوۍ ښه ثبوت بولو.»
په ورته مهال امنیتي کارپوهان وايي، که څه هم اوزبیکستان هغه پرمختللي امنیتي وسایل په واک کې نهلري کوم چې د نړۍ ستر قدرتونه ترې برخمن دي، خو د سیمې په کچه او د افغانستان اړتیا ته په پام يې همکاري ګټوره تمامېدلی شي.
د امنیتي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي، که اوزبیکستان په خپلواکه توګه پرېکړه ونیسي او د همکاریو کچه زیاته کړي، د افغانستان امنیتي بنسټونه ورسره پیاوړي کېدلای شي.
هغه وویل: «اوزبیکستان تر یوه حده پورې یعنې هغه تخنیکي وسایل دوي نه لري لکه د نړۍ لوي قدرتونه یې چې لري خو د افغانستان په سطحه باندې، د افغانستان شرایطو ته په کتو دا توانمندي لري ځکه مونږ هم دومره پیاوړی تخنیک نه لرو خو دا همکاري به بالاخره زمونږ ترمنځ د پیاوړتیا سبب وګرځي.»
یوه اندېښنه چې وخت ناوخت یې د سیمې یوشمېر هېوادونه مطرح کوي، له افغانستان څخه د امنیتي ګواښونو مسله ده، هغه څه چې اسلامي امارت تل دغه موضوع رد کړې.
د پوځي چارو کارپوه جنرال صادق شینواری په دې باور دی چې اوزبیکستان په دې پلان او همکاریو زیاتیدو سره د ېوې جدي او ستراتیژیکې پرېکړې په لور روان دی چې ورسره به د سیمه ییز امنیت د ټینګښت کچه هم لوړه شي.
هغه وویل: «اوزبیکستان له افغانستان سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه د یوې جدي او ستراتیژیکې پرېکړې په لور روان دی. دا ډول همکاري د دوه هېوادونو لپاره د امنیت، اقتصاد او سیمه ییزو اړیکو لپاره ګټوره تمامیږي. د اوزبیکستان د ولسمشر د فرمان مطابق دا همکاري په راتلونکي کې کولای شي د سیمه ییز امنیت په برخه کې ډېره مرسته وکړي او همدا رنګه افغانستان ته د اړتیا وړ پوځي او تخنیکي ملاتړ هم چمتو کړي.»
اوزبیکستان په داسې حال کې د خپل ستراتیژیک پلان په محتوا کې له افغانستان سره د پوځي او تخنیکي همکاریو مسوده ځای کړې چې له وړاندې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او اقتصادي راکړې ورکړې موجودې دي چې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ترسره شوي دي.


