ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا ځانګړو استازیو سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر سره وګوري.

پوتین چې د روسي خبري اژانسونو له قوله یې خبرې خپرې شوي، د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې له امریکايي استازو سره به د هغو کنګل شویو روسي شتمنیو د احتمالي کارونې په اړه خبرې وکړي چې د جګړې له امله اغېزمنو شویو سیمو د بیارغونې لپاره تر بحث لاندې دي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې نوموړی به د همدې شتمنیو د کارونې موضوع د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره هم وڅېړي چې ټاکل شوې نن له پوتین سره وګوري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پوتین همدارنګه وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه بلنه وڅېړي چې له مخې یې روسیې ته د هغه د وړاندیز شوي «د سولې بورډ» د غړیتوب وړاندیز شوی او زیاته یې کړه چې مسکو به پر خپل وخت رسمي ځواب ورکړي.

د پوتین په وینا، که څه هم لا تراوسه د دغه بورډ د غړیتوب په اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې، خو مسکو چمتو دی چې د ټرمپ د غوښتنې له مخې، د اوږدمهاله غړیتوب لپاره اړین یو میلیارد ډالر له کنګل شویو شتمنیو ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام