د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د اسیا او ارام سمندر د سیمې له مسوول الکساندر متيو سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ناسته کې راستنېدونکو او له طبیعي افتونو زیانمنو سره په مرستو، د دوی په اساسي اړتیاوو او د روغتیا برخه کې په همکاریو خبرې کړي.
امیر خان متقي وویل چې اسلامي امارت د راستنېدونکو مدیریت لپاره ټول امکانات په کار اچولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د طبیعي افتونو له زیانمنو او راستنېدونکو سره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د مرستو مننه وکړه.
ښاغلي متيو هم دغه لیدنه کې وویل، که څه هم په بشري برخو کې نړیوالې مرستې کمې شوي، خو دی غواړي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د بشري مرستو اړوند اړین مالومات راټول او د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لورو سره خپلې هڅې جاري وساتي.
هغه د اسلامي امارت اړوند ادارو، په ځانګړي ډول افغاني سرې میاشتې ټولنې سره، خپلې همکارۍ اغېزمنې وبللې او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.