Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا سینګاپور ته د ۲٫۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور تصویب کړ

2019-06-26T000000Z_1913198237_RC12019FEE00_RTRMADP_3_SINGAPORE-MILITARY-1-1768977484

امریکا په یوه کم‌ساري اقدام کې سینګاپور ته د ۲٫۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور تړون تصویب کړی چې په‌کې د P-8A پوسایدن کشفي الوتکې او د هوايي دفاع سیستمونه شامل دي.

د امریکا د دفاعي امنیتي همکاریو ادارې (DSCA) پر خپله ویب‌پاڼه یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۱مه، د دې پلور په اړه کانګرېس ته رسمي خبر ورکړی دی.

د یادې ادارې په وینا، دا معامله به سینګاپور ته دا توان ورکړي چې د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو پر وړاندې یو باوري سمندري ځواک ولري، د سیالانو مخه ونیسي او د امریکا له متحدینو سره ګډو پوځي عملیاتو کې برخه واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په بیان کې راغلي، دا پلور به د امریکا د بهرني سیاست او ملي امنیت موخې پیاوړې کړي، ځکه چې د اسیا په سیمه کې د یوه مهم ستراتیژیک شریک امنیت ته وده ورکوي.

د سینګاپور د دفاع وزارت بیا وايي، د څلورو بوینګ P-8A الوتکو پېرل د دې هېواد د زړو فوکر ۵۰ سمندري ګزمې الوتکو د بدیل لپاره د اوږدمهاله پلان برخه ده.

سینګاپور به د روان کال تر پایه د F-35 جنګي الوتکو له پخواني امر څخه خپلې لومړنۍ الوتکې هم ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام