غزني کې یو شمېر کتابپلورونکي وايي، د کتاب پېرلو او لوستلو سره د خلکو د لېوالتیا او انګېزې کمېدو، د کتاب پلورنځیو بازار له رکود سره مخ کړی.
دوی وویل، دې وروستیو کې غزني کې د کتاب لوستلو او مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی او اوس خلک د پخوا په څېر کتابونه نهاخلي.
غزني ښار کې کتاب پلورونکي سلاموطندار ته وايي، انټرنیټ، د ټولنیزو شبکو استعمال، اقتصادي ستونزې او ځينې نور هغه لاملونه دي چې له امله یې ټولنه کې کتاب خپل ارزښت له لاسه ورکړی.
دوی وویل، د کتاب پېرلو سره د خلکو د لېوالتیا او انګېزې کمېدو دغه ارزښتناکه مسلک ته زیان رسولی او یوازې تېر یوه کال کې څو کتاب پلورنځي تړل شوي او کتاب پلورونکو بل کار ته مخه کړې.
غزني ښار کې دوو کتاب پلورونکو محمد زبیر او احمد فردید سلاموطندار سره خبرو کې د کتاب نندارتونونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
«که مبالغه ونهکړو، ویلی شو چې د کتاب شاوخوا ۸۰ سلنه مینهوال کم شوي. پخوا د خلکو ټول تمرکز په کتاب و، خو دامهال انټرنېټ د کتاب بازار سخت زیانمن کړی. زموږ له بندر، د کلاهسبز له سیمې څخه ۸ یا ۸ کتابپلورنځیو خپل مسلک بدل کړی، چا درملتون پرانیستی، چا کتابپلورنځی خرڅ کړی او موټر یې اخیستی، ځکه د کتاب مینهوال نه پاتې کېدل.»
«اوس چې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، معاشونه ټیټ شوي او د خلکو ژوند ښه نهدی، زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې د ځوانانو لپاره د مطالعې زمینه برابره او ترویج کړي، د کتاب لوست فرهنګ پیاوړی شي، د کتاب بازارونه ورغول شي او د کتاب نندارتونونه جوړ شي، څو خلک بېرته کتاب ته مخه کړي.»
د کتاب د پلور بازار نهشتون لامل شوی چې یو شمېر کتابپلورونکي په تېر یو کال کې خپل مسلک بدل کړي او نورو کارونو ته مخه کړي.
د غزني د کتابپلورونکو د اتحادیې مسوول محمد امین انصاري سلاموطندار سره مرکه کې وویل، یوازې په تېر یو کال کې ۸ کتابپلورونکو د خپلو کتابپلورنځیو له تړلو وروسته، نورو مسلکونو ته مخه کړې.
هغه وویل، دامهال غزني کې د کتابپلورنځیو شمېر له ۴۸ څخه ۴۰ پلورنځیو ته راکم شوی.
«غزني کې دامهال د کتابپلورنځیو شمېر څلوېښت دی، پخوا دا شمېر لږ څه زیات و، نږدې اته کتابپلورنځیو د کال په جریان کې خپل مسلک پرې ایښی. هغوی ویل چې زموږ کاروبار ښه نهدی او له همدې امله مو مسلک پرېږدو. دامهال غزني کې څلوېښت کتابپلورنځي شته. د کتابپلورنې عاید په ټوله کې کم دی، ځکه د کتاب ګټه ډېره کمه ده او موږ هڅه کوو همدا کتابونه په یوه ډول، د لږې ګټې په بدل کې وپلورو. عاید یې کم دی.»
غزني کې یو شمېر ځوانان او د ښوونې او روزنې برخې کارپوهان هم وایي، د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت، په ټولنه کې د انټرنټ بېسارې پراختیا او په تېرو کلونو کې ښوونیز او تحصیلي محدودیتونه لامل شوي، څو د خلکو د کتاب پېرلو لېوالتیا کمه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پخوانۍ محصله خدیجه حیدري او د ښوونې او روزنې کارپوه علي صمدي سلاموطندار ته وایي:
«پخوا مې ډېر کتابونه اخیستل، خو اوس له بدهمرغه وضعیت بدل شوی او کتاب ته اړتیا کمه شوې. د کتاب پېرل د پخوا په څېر نه دي او که اړتیا هم پیدا شي، ډېری کتابونه د پيډياېف په بڼه ډاونلوډوو او ترې ګټه اخلو.»
«له بدهمرغه، په وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو او پېرلو لېوالتیا کمه شوې. د دې اصلي لاملونه انټرنټ ته د ځوانانو پراخ لاسرسی، ټولنیزې شبکې او مصنوعي ځیرکتیا دي. بله موضوع اقتصادي ده، له بدهمرغه د هېواد ډېری ځوانان نهشي کولی د کتاب پېرلو یا د خپلو زدهکړو لګښتونه برابر کړي. بله ستونزه هم د پوهنتونونو تړل کېدل او د نجونو د ښوونځیو تړل دي.»
دې سره، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان دې ولایت کې د کتاب لوستلو بهیر پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي، تېر یو کال کې غزني کې لس د کتابلوستل سیالۍ ترسره شوي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار سلاموطندار ته وایي: «غزني کې شاوخوا لس د کتاب لوستلو سیالۍ ترسره شوي او د کتابپلورنې او د کتاب مطالعې د ودې او په موخه درې ورځنی نندارتون هم جوړ شوی. په ټوله کې باید یادونه وکړم چې په وروستیو کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو هڅه او لېوالتیا زیاته شوې او له نېکه مرغه، په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون او په عمومي ډول عامه کتابتونونو ته د کتاب لوستلو لپاره د مراجعینو شمېر ډېر شوی.»
د انګېزې نشتون، اقتصادي ستونزې او د کتاب پر ځای بدیلو لارو ته د ځوانانو مخه کول، کولی شي د هر کال په تېرېدو سره کتاب چې د انسان ښه ملګری دی، له ټولنې ګوښه کړي، خو د کتاب او کتابلوستلو مشعل د روښانه ساتلو لپاره اړینه ده چې اغېزمنې لارې چارې وسنجول شي.