کندوز کې یوشمېر کوچني کارګر ماشومان د ژوند د ناخوالو تر سیوري لاندې له زدهکړو او لوبو محروم، پر خپلو سپکو اوږو درانه بارونه وړي.
دغه کارګر ماشومان اړ دي چې له سهاره تر ماښامه د کندوز ښار په ګوټ ګوټ کې درانه کارونه وکړي او د شپې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
اسلامالدین د کندوز له همدغو کارګرو ماشومانو څخه دی. هغه ۱۱ کاله عمر لري، له سهاره تر ماښامه پر سړک ناست وي او د خلکو بوټونه رنګوي.
دا هلک له خپل مشر ورور سره د اووه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي؛ داسې کورنۍ چې بېوزلۍ ورته بل هېڅ انتخاب نه دی پرې ایښی.
اسلامالدین وایي، مشر ورور یې هم بوټونه رنګوي او پلار یې ورځنۍ مزدوري کوي، څو په ګډه د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
د اسلامالدین کوچني لاسونه د بوټونو په رنګ تور شوي او سترګې یې د هغه ښوونځي په هیله دي چې هېڅکله نهدی ورغلی.
هغه وايي: «هره ورځ ۱۰۰، ۱۵۰ افغانۍ، کله ۵۰ او کله ۸۰ هم وي، هر څه چې وي هماغه بسنه کوي. موږ پردي یو، په کور کې مو هېڅ شی نشته. مور مې د پښتورګو تیږه لري. غواړم له خپل پلار سره یو څه کور ته یوسم او ټول یې په ګډه وخورو.»
۱۵ کلن نېکمحمد د ښار د یوې له ګڼېګوڼې ډکې څلور لارې ترڅنګ، له بوجۍ سره ولاړ دی او د بیاکارونې وړ کثافات لکه پلاستیکي بوتلونه، د اوبو او نوشابې خالي بوتلونه او کارتنونه ټولوي.
نېکمحمد وایي چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو عاید لري او په همدې لږو پیسو د خپلې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له ستونزو ډک ژوند کیسه کوي، د ده په خبره د پلار نشتوالی يې، هغه زخم دی چې هره ورځ تازه کېږي. وایي، پلار یې څو کاله وړاندې وفات شوی او له هماغه وخته د ژوند ټول بار د ده پراوږو شوی.
نوموړي وویل: «نه، مکتب ته نه ځم. موږ خپل ژوند همدغسې د کباړ له راټولولو تېروو (د اوسپنې پاتې شوني، د مشروباتو تش قوطۍ، پلاستیک او کاغذ). پلار مې هم نشته، له همدې امله دا کار کوم. د مکتب لوستلو وس نهلرم.»
د کندو ز ښار د مرکزي چوک ترڅنګ، ۱۳کلن نجیبالله له یوې لاسي کراچۍ سره ولاړ دی، څو کوم بار انتقال کړي او څو افغانۍ وګټي او د ورځې په پای کې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ یوسي.
نوموړی د هغو ارمانونو یادونه کوي چې تراوسه نهدي پوره شوي. دا کارګر ماشوم وایي، کله چې نور ماشومان ویني چې ښوونځي یا ښوونیزو مرکزونو ته ځي، په زړه کې یې هیله پیدا کېږي چې کاش دی هم د هغوی په څېر وای.؟
هغه وویل: «کاش چې زه هم مکتب ته تللی وای، خو کله چې د خپلې کورنۍ حالت ته فکر کوم، نه پیسې لرو او نه کوم بل وس. ځان ته وایم چې دا کار نه شم کولای. هیله مې دا وه چې یو لوی سړی شم، لکه ډاکټر یا هم ماسټر، لنډه دا چې باید یو څه شوی وای.»
دا ماشومان هره ورځ د لمر له راختو سره سړکونو ته راوځي او د لمر له لوېدو سره، په ستړي وجود کورونو ته ستنېږي.
د اسلامالدین، نجیبالله او نیکمحمد کیسې یوازې د هغه واقعیت څو بېلګې دي چې د کندوز په سړکونو کې روان دي.


