هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو افغانانو تر راستنېدو وروسته، د ژمي راتګ او د نړیوالو مرستندویو ادارو د مرستو کمښت، ګڼشمېر راستنېدونکي د کار موندلو، د سرپناه د برابرولو او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM تازه راپور ښيي چې ۳۵سلنه د کورنیو سرپرستان او ۳۶سلنه مجرد کسانو تر اوسه په افغانستان کې کار نهدی موندلی.
د غور اوسېدونکی محمد چې دوه کاله یې په ایران کې ژوند کړی و، درې میاشتې مخکې افغانستان ته راستون شوی دی.
هغه وايي، د کاري فرصتونو نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نهشي کولی د ورځنیو اړتیاوو او د ژمي پرمهال د درملو لګښتونه پوره کړي.
نوموړي وایي: «ډېر مو د کار پسې وګرځېدو، خو کار پیدا نهشو. اوس دلته مزدوري کوم، ورځنۍ عاید مې سل یا ډېر تر ډېره ۱۵۰ افغانۍ دی. روغتیايي خدمات شته، خو چې پیسې نه وي، د درملو د اخیستو وس نه لرو. ژمی دی، سون توکي نه لرو او ماشومان مو له سړې هوا کړېږي.»
د کار نشتوالی او د ورځنیو اړتیاوو نه پوره کېدل د ډېرو راستنېدونکو ګډه اندېښنه ده.
محمد نسیم چې د هلمند اوسېدونکی دی او ۲۲ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی، اوس افغانستان ته راستون شوی او د وزګارتیا له ستونزې شکایت لري.
همداراز شېراحمد چې هلمند ته بېرته راستون شوی او ۳۸ کاله یې په پاکستان کې تېر کړي، د کار او عاید د نشتوالي له امله اندېښمن دی او له حکومت غواړي چې د کاري فرصتونو او سرپناه زمینه ورته برابره کړي.
هغه وايي: «موږ د کډوالو له ډلې افغانستان ته راستانه شو. هلته مې فلزکاري لرله او کارونه مې ډېر ښه وو، خو اوس چې دلته راغلي یو، هېڅ کار نشته. پیسې نهلرو او په دې ژمي کې سرپناه هم نهلرو. حکومت باید لومړی موږ ته سرپناه برابره کړي او وروسته د کار ستونزه حل کړي، ځکه له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ یو او د کار فرصتونه نشته.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، ۲۵سلنه راستنېدونکي خپل اصلي ټاټوبي ته نه دي ستانه شوي او ۵۶سلنه یې د ژوند د اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نهلري.
جمعه خان چې د تخار اوسېدونکی دی او ۱۲ کاله یې په ایران کې ژوند کړی و، پنځه میاشتې مخکې راستون شوی. هغه وايي تراوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
اخترګل چې ۳۸ کلن دی او ۲۰کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی، درې میاشتې مخکې ایستل شوی او اوس په غزني کې ژوند کوي؛ هغه د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیايي خدماتو محدود لاسرسی جدي ستونزه بولي.
هغه وايي: «بدبختانه دلته هم له ستونزو سره مخ یو. کار نه پیدا کېږي، ډېر مو د کار لپاره ګرځېدلي یو. له بلې خوا، دلته د خوراکي توکو او سرپناه نشتوالی لویه ستونزه ده او همداراز روغتیايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لرو.»
په همدې حال کې، د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې نږدې درې میلیونه او ۶۶زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه وویل: «۲۰۲۵ کال کې له ایران، پاکستان او ترکیې نږدې درې میلیونه او ۶۶ زره مهاجر افغانستان ته راستانه شوي دي. که څه هم د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره په لوړه کچه چمتووالی نیول شوی، خو د راستنېدونکو د ډېر شمېر له امله ځینې کورنۍ سرپناه، نغدي او نورې مرستې ته اړتیا لري. هغه مرستې چې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت لهخوا ورکول کېږي، پرته له توپیره وېشل شوې دي او په تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۲.۹ میلیونه کسانو ته د ۱۵ میلیارده، ۹۲۱ میلیونه او ۳۲۷ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرستې او سرپناه برابرې شوې دي.»
هغه زیاتوي چې د مرستو د وېش لپاره چمتووالی نیول شوی، خو د راستنېدونکو د ډېر شمېر له امله ځینې کورنۍ لا هم سرپناه او نغدي مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د فقر د پراخېدو او بېکارۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه د سرانه عاید کمښت، د ناخالص کورني تولید ټیټوالی او د بشري مرستو کمېدل یادوي.


