د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې دا مهال هېواد کې د کبانو ۲۸۵۰ فارمونه فعال دي چې کلنی تولید یې نږدې ۱۳۰۰۰ میټریک ټُنه ته رسېږي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان هرکال ۳۶۰ زره میټریک ټنه کبانو ته اړتیا لري چې کورني تولید یې یوازې یوه محدوده برخه برابروي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېرمحمد حاتمي سلام‌وطندار ته وویل: «پر دغو فعالو فارمونو نږدې ۱۵ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې. دا فارمونه هر کال شاوخوا ۱۳ زره متریک ټنه کبان تولیدوي او نږدې د ۱۰ زرو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان کلنۍ اړتیا نږدې ۳۶۰ زره متریک ټنه ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر زېږدیز کال د څه باندې ۲۲ میلیونه او ۳۵۸زره ډالرو په ارزښت افغانستان ته ۹۶۰۰ ټنه کبان وارد شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د ۲۰۲۵ کال په جریان کې له پاکستان، ایران، ازبکستان، ویتنام، متحده عربي اماراتو، تاجکستان، دنمارک او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د کبانو واردات شوي چې ټول وزن یې ۹ زره او ۶۰۰ ټنو ته رسېږي او مالي ارزښت یې له ۲۲ میلیون او ۳۵۸ زره امریکایي ډالرو څخه زیات دی.»

یوشمېر اقتصادي کارپوهان هېواد کې د کلنۍ اړتیا په پرتله د کبانو د تولید ټیټې کچې ته په اشارې سره وايي، د کبانو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د کورني سکتور مالي ملاتړ وکړي، څو تولید ته ډېره زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو پوهانو عبدالنصیر ریښتیا وايي: «اوس اړتیا ده چې د افغانستان حکومت هڅه وکړي او د خصوصي سکتور لپاره په دې برخه کې لازمې زمینې برابرې کړي. همدارنګه، که مالي اسانتیاوې او په ټوله کې جدي ملاتړ موجود وي، دا به سبب شي چې د افغانستان د کبانو ‌روزنې په سکتور کې پانګونه زیاته شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي سلام‌وطندار ته وویل: «که دولت د فارم‌لرونکو لاسنیوی وکړي، نو څرګنده ده چې تولید به ډېر ژر لوړ شي. که په دې برخه کې پانګونه وهڅول شي، سړې خونې او د بسته‌بندۍ مرکزونه جوړ شي او د ماهي د تولیداتو د پلور لپاره مناسب بازار برابر شي، نو بې له شکه به ضایعات کم او د تولیدوونکو ګټه به لوړه شي.»

بل‌خوا یوشمېر فارم‌لرونکي وايي چې د کبانو بچیانو د وارداتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د کبانو فارم‌لرونکی قدرت‌الله وفادار سلام‌وطندار ته وايي: «نږدې ۱۱ کاله کېږي چې موږ د کبانو کاروبار کوو. شاوخوا ۱۵ زره امریکایي ډالر پانګونه مو کړې او هر کال نږدې ۷۰ ټنه کبان تولیدوو. خو د کبانو د بچیو د وارداتو په برخه کې ستونزو سره مخ یو، ځکه دا له نورو هېوادونو څخه راوړو. په کور دننه د کبانو د بچیو تولید نه‌لرو.»

بل فارم‌لرونکي غلام اکبرجاهد سلام‌وطندار ته وویل: «نږدې ۱۵ کاله کېږي چې د کبانو کاروبار کوم، خو دامهال له ډېرو ننګونو سره مخ یو، ځکه د کبانو خوراک په هېواد کې نه تولیدېږي او له بهره راوړل کېږي چې ډېر ګران تمامېږي، دا موضوع په طبیعي ډول د ماهي پر بیه اغېز کوي. په دې فارم کې له ۶ زرو امریکایي ډالرو څخه زیاته پانګونه شوې او دامهال موږ تکثیر هم کوو او د ماهي بچي هم تولیدوو.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له راتګ راهیسې په هلمند، هرات، کونړ، کندوز او لغمان کې ۸۰۰ نوي د کبانو فارمونه جوړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام