د بدخشان ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ اړوند «دیو دره» کان کې ۴ کان کیندونکي چې د قیمتي ډبرو بیروج په کیندنو بوخت وو، ژوند بایللی.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار تېره ورځ وویل، دغو څلورو کان کیندونکو چې ۳ یې د جرم ولسوالۍ د «چنګهای پایان» سیمې او یو بل د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی دی، کان کې د کاربن او دود په دلیل مسموم شوي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړی.
هغه زیاتوي چې د دغو کان کیندونکو جسدونه یې له کان څخه بهر کړي او خپلو کورنیو ته تسلیم شوي دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ځینو ولایتونو کې د ورته او د کانونو نړېدو پېښه کې یوشمېر کان کیندونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.