په دې راپور کې د ۱۹ داسې ځوانانو ژوند ته کتنه شوې چې د ځوانۍ پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو دوی په لوړ هوډ او زغم سره له دې خنډونو سره مبارزه کړې او د خپلې خوښې ژوند یې، برابر کړی دی.
له دې ډلې اته ځوانانو له تنګسیې، اووه، له خنډونو او د ښوونیزو امکاناتو له کمښت او څلورو یې د کورنیو ژورو اختلافاتو سره مقابله کړې؛ هغه مقابله چې دا مهال دغه ځوانان د خپل ژوند اتلان دي.
په دې راپور کې مرکه شوي ۱۹ ځوانان دي چې نهه یې، هلکان او لس یې نجونې دي.
د کندوز اوسېدونکی ۲۵کلن یاسر چې دا مهال ډاکټر دی؛ له خپلو هغو ورځو یادونه کوي چې د یوه کتاب د اخیستلو توان یې نهدرلود. یاسر د ټولو خنډونو، دردونو او رنځونو پروړاندې ودرېد او خپل ژوند یې، بدل کړ.
هغه وايي: «د طب د لومړي کال زدهکوونکې وم. حتی د خپلو کتابونو د اخیستلو وس مې نه درلود. هره ورځ مې د پوهنتون لپاره پیاده تګ کاوه. د ګرمۍ او سړې هوا سختي دومره زیاته وه چې فکر مې کاوه ژوند او زدهکړې مې همدلته ختمه شي. څو ځله مې پرېکړه وکړه چې پوهنتون پرېږدم، خو تل مې ځان ته ویل: صبر وکړه او یو نیمهوقت کار مې پیدا کړ. اوس زه د پوهنتون په وروستي کال کې یم.»
۳۳کلن حمید د کابل اوسېدونکی دی چې دامهال د یوه خصوصي بنسټ د مالي مدیر په توګه کار کوي. هغه وایي، له ۱۴کلنۍ راهیسې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ یوازینی نفقهبرابرونکی و. هغه وایي، هره ورځ یې له فقر، لوږې او د کورنۍ د یوې مړۍ ډوډۍ برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مبارزه کوله، خو له ټولو ستونزو سره سره یې زدهکړې بشپړې کړې.
حمید وایي: «په یو وخت کار کول او درس لوستل پر ما ډېر فشار راوړ. کله ناکله به مې فکر کاوه چې ژوند پای ته رسېدلی دی. ځینې وختونه مې صبر پای ته رسېده؛ هر څومره مې هڅه کوله، نه مې د ژوند لګښتونه پوره کولای شول او نه مې درسونو ته رسېدلی شوم، خو هېڅکله مې ستونزو ته تسلیم نه شوم او بالاخره وتوانېدم د ژوند لګښتونه سم مدیریت کړم.»
۲۸کلنه کوثر د کابل اوسېدونکې ده چې تر ماستري کچه یې د اقتصاد برخه کې لوړې زدهکړې بشپړې کړې دي. هغه وایي چې له کورنۍ سره یې د زدهکړو په اړه ژور اختلافات تجربه کړي، خو د ناهیلۍ پر ځای یې د هڅې، صبر او زغم لار غوره کړه.
کوثر وایي: «کورني اختلافونه د کلونو لپاره زما د ژوند برخه وه. دغه کړکېچونه کله ناکله زما رواني ارامتیا خرابوله او د زدهکړې او راتلونکې تمرکز مې ستونزمن کاوه. سره له دې، ما هڅه وکړه چې دغه ستونزې ودرېږي، خو ونهشول او د صبر او هوښیارۍ سره مې خپل مسیر ته دوام ورکړ.»
د راپور له مخې، ځوانان وايي چې د راتلونکې په اړه ناڅرګندتیا او د ګڼو مسوولیتونو فشارونه د دوی په ژوند کې ستر خنډونه دي. موندنې ښيي چې د زغم ځانګړتیاوې، که په شعوري ډول یا په ارادي توګه کارول شوې وي، دې ځوانانو سره مرسته کړې چې ستونزې وزغمي او خپلې لارې ته ادامه ورکړي.
د راپور په اساس، ځانګړي باورونه او وړتیاوې لکه د شخصي وړتیاوو باور، صبر، استقامت، نرمښت او ستونزو ته مثبت ارزښت ورکول، د ځوانانو لهخوا د ستونزو د مدیریت لپاره کارول شوي دي.
۲۲کلنه سحر د بلخ اوسېدونکې او د نیمهقیمتي ډبرو سوداګره او ۳۵کلنه وحیده د پروان اوسېدونکې او د یوه رستورانت مالکه ده؛ دواړه وایي چې د مثبتې هڅونې او پرلهپسې هڅو له لارې یې په سوداګرۍ کې له ناکامیو او رکود سره یې مقابله کړې ده.
سحر وايي: «هر څومره چې ستونزې هم وي، زه پر ځان باور لرم چې بریالۍ کېدای شم. د ژوند ستونزې راته دا وښودله چې پر خپل وړتیاوو باور ولرم او ومنم چې په هر حالت کې کولی شم خپل ځان وساتم، په خپل کار باور ولرم او ژوند پرمخ یوسم. فشار او ستونزې حتمي دي؛ خو که ځان له لاسه ورکړو، له زدهکړې، کار او ژوند پاتې کېږو. خو ما خپل ځان له لاسه نه دی ورکړی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وحیده هم وایي: «په سوداګرۍ کې صبر او زغم ډېر مهم دي. که صبر ونهلرو، هېڅکله پرمختګ نه شو کولی. زه تل ځان ته وایم چې باید پر ځان بسیا واوسم. مېرمنې باید پر خپلو پښو ودریږي او پر ځان باور ولري، تر څو وکولی شو له ستونزو سره مبارزه وکړو. یو کال مې په کور کې تېر کړ، بیا بېرته کار ته راوګرځېدم؛ دا ټولې ستونزې وې، خو ما ماته ونه منله. هر ځل چې ولوېدم، بېرته پر خپلو پښو ودرېدم.»
دا ځوانان د ژوند ستونزې او ماتې د بریا او شخصي ودې ته د رسېدو پړاوونه ګڼي.
د دوی په باور، د ناکامو تجربه او له سختیو سره مخ کېدل دوی دې ته چمتو کوي چې له لا ډېر ځواک او انګېزې سره د خپل ژوند لارې ته دوام ورکړي.
۲۷ کلنه عزیزه چې د کابل اوسېدونکې ده او د پلار له مړینې وروسته د خپلو پنځو کوچنیو خویندو او وروڼو یوازینۍ سرپرسته ده، دامهال د غاښونو د درملنې د یوه کلینیک مشري پر غاړه لري.
هغه وایي چې ورته د بریا بل پړاو مانا لري او هغه تل د ژوند له ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال د بریا بدیلې لارې لټوي.
هغه زیاتوي: «موږ هېڅکله خپله انګېزه له لاسه نهده ورکړې او هېڅکله مو شاتګ نهدی کړی. په افغانستان کې مېرمنې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو دا چې موږ لا هم دوام ورکوو، دا ښيي چې موږ کاري مخینه لرو، تسلیم شوي نهیو او د کور په یوه کونج کې نه یو ناست. ماته د بریا یو پړاو و او تر هغو چې ماته رانه غله، زما فکر بدل نهشو. د دې لپاره چې بدیلې لارې ومومم، زه سل په سلو کې د نورو او بدیلو لارو په لټه کې یم.»
زغم په داسې حال کې د دغو ځوانانو د ودې او د ژوند د لارې د دوام لامل شوی چې ارواپوهان او د فردي ودې روزونکي د ژوند له ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال د زغملو پر ارزښت او د دې مهارتونو پر زدهکړه ټینګار کوي.
د دوی په وینا، زغم د ځوانانو د زیانرسوونکو چلندونو د مخنیوي لپاره اړینه ده.
ارواپوه شرفالدین عظیمي په دې اړه وایي: «زغم د ننګونو او ستونزو پر وړاندې د یوه کس هغه رواني وړتیا ده چې له مخې یې کولی شي ځان عیار کړي، مقابله وکړي او له فشار وروسته بېرته نسبي حالت او توازن ته راوګرځي. هغه کسان چې لوړ زغم لري، زیاتره هغه دي چې ښې کورنۍ، ښه دوستان او ښې اړیکې لري او همدارنګه هغه کسان چې ژوند ته مانا ورکوي او کولی شي خپلې احساساتي غبرګونونه منظم کړي. په افغانستان کې، سره له ناوړه شرایطو، شاوخوا ۳۰ یا ۴۰ سلنه ځوانان له نسبي او منځنۍ کچې زغم څخه برخمن دي.»
بله ارواپوهه سویتا حبیبي هم وایي: «د ستونزو پر وړاندې د زغم نشتوالی د خپګان او اضطراب لامل ګرځي، دا سبب کېږي چې یو کس زدهکړې پرېږدي او که پر دنده بوخت وي، ښايي خپله وظیفه پرېږدي. همدارنګه، په دوی کې د تاوتریخوالي په څېر پُرخطره چلندونه ډېرېږي او د ځانارزښت او پر ځان د باور کچه هم راټیټېږي.»
د پوهنتون استاد او د فردي ودې روزونکی محمدالله بلوچ هم وایي:
«ټول ځوانان سل په سلو کې اړتیا لري چې د زغم سمینارونه ورته ترسره شي. نه یوازې زغم، بلکې تعلیمي پروګرامونه او هغه ټولې برنامې چې د رواني روغتیا، اخلاقي او روزنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا سبب ګرځي. څېړنې ښيي چې له ۷۰ سلنې زیات محصلان او ښوونکي په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د کمې انګېزې، خپګان، ناتوانۍ او آن د ځانوژنې له فکرونو سره مخ دي، له همدې امله موږ جدي اړتیا لرو.»
ځوانان په داسې حال کې د ژوند له ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د خپل زغم خبره کوي چې د رواني روغتیا نړیوالې ورځې سره هممهاله، په ۲۰۲۵ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان وروستی راپور ښيي چې افغانستان کې له هر پنځو کسانو یو کس له رواني ستونزو سره مخ دی او د خپګان او رواني اختلالاتو کچه په اندېښمنوونکي ډول مخ په زیاتېدو ده.
د دې راپور له مخې، اوږدمهاله جګړې، بېوزلي، بېکاري، کډوالي او د زدهکړو او کار محدودیتونه د افغانستان د میلیونونو وګړو پر رواني روغتیا ژور اغېز کړی دی.


