د کابل ښاروالي مسوولان وایي چې د ښار په کچه د «لارښود لوحو» له لګولو وروسته به د دغو لوحو معلومات په ګوګل ماپس کې هم اضافه شي، څو خلک وکولای شي خپل مطلوب ځای په اسانه توګه پیدا کړي.
د کابل ښاروالي د مسوولانو د څرګندونو له مخې، دا بهیر چې تېرکال پیل شوی، تراوسه د ښار په ۱۵ ناحیو کې د لارښود لوحې لګول شوي دي.
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی وايي: «د ادرس موندونکو لوحو برخه کې تېرکال اوو ناحیو او سږکال اتو ناحیو او راتلونکی کال به پاتې لوحې ولګول شي، څو ټولې سیمې او کوڅې کره ادرس ولري او د دې لوحو له لګولو وروسته به، مشخصات به یې، ګوګل ماپس کې هم ثبت شي.»
په ورته مهال د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په لارو او کوڅو کې د لارښود لوحو نصب یو اغېزمن ګام بولي او وایي چې په تېر وخت کې د دغو لوحو نشتون د دې لامل شوی و چې ډېری موټرچلوونکي او خلک په ځانګړي ډول نوي راغلي کسان، په اسانه خپل مطلوب ځای او لارې پیدا نهکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل ښار د شهرنو اوسېدونکی عبدالله محمدي او د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی احمد د لارښود لوحو نصب یو اړین اقدام بولي.
عبدالله محمدي وايي: «دا لوحې یا د لارښود دړې لامل کېږي چې خلک په اسانۍ سره ځایونه، دفترونه، ادارې، ښوونځي، روغتونونه او کورونه پیدا کړي او د مېلمنو، ناروغانو، د ښاري خدمتونو مامورانو لپاره یو کره او اغېزمن لارښود ثابت شوی دی.»
احمد وویل: «څه وخت کېږي چې د کابل ښاروالي د پلازمېنې ځینو سیمو کې د لارښود لوحې لګولې دي چې خلکو ته یې، اسانتیاوې پیدا کړي.»
د کابل ښار یو موټرچلوونکی حامد سلاموطندار ته وايي چې کابل ښاروالي په ټول ښار کې لارښود دړې یا لوحې نصب کړي او د ښه ډیزاین او لوړ کیفیت موادو څخه یې استفاده کړې ده.
هغه وویل: «کومې لوحې چې حکومت لګولي، ښې دي او هیلهمند یم چې د کابل ښار ټولو برخو ته رسېدنه وشي او ټولې برخې معلومې شي، څو ښار هم نظم شي او هم خلکو، ټکسي چلوونکو او ټولو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»
د کوڅو او سړکونو لپاره د لارښود لوحو شتون، د ښاري ژوند اړتیا ده چې کولای شي، په تګراتګ او ځای پېژندلو کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.