د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، نړیوال باید د افغانستان پر وړاندې د محدودیتونو سیاستونو پر ځای د تعامل سیاستونه غوره کړي.
هغه نن (پنجشنبه، جدي ۴) هرات کې د ۳,۹۸ میلیارد افغانیو په ټولیز لګښت د برښنا لېږد او وېش ۹ لویو پروژو د کار پیل او ګټې اخیستو غونډې ته وویل، پر اسلامي امارت باید هېڅ ډول فشار را نهوړل شي، ځکه ټول ارزښتونه یې د قربانیو په بدل کې ساتلي دي.
هغه دغې غونډې ته وویل: «ډېر خوښ یم چې هرات کې د لویو پراختیايي پروژو پرانېستنې مراسمو کې ګډون کوم، برښنا ته د اسلامي امارت په ستراتیژیک پلان کې ځانګړې کتنه کړې. وارداتي برېښنا ډېره ډاډمنتیا نه لري او له دې لارې د ملي بودېجې زیاته برخه له هېواده بهر کیږي، نو د پانګوالو کورنۍ پانګونې پراختیا به موږ پر ډاډمنې کورنۍ برېښنا بسیاینې ته ورسوي.»
نوموړی وايي، اسلامي امارت هڅه کړي چې افغانستان د خپل ستراتيژيک ځایګي له پلوه د سيمې هېوادونو د اتصال په توګه را څرګند شي او د سيمې هېوادونو څخه هيله لرو چې د افغانستان پر وړاندې له سالم سياست څخه کار واخلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د پیل کېدونکو پروژو چارې به ټاکلې مودې کې بشپړیږي چې لګښت یې د افغانستان برېښنا شرکت په غاړه دی او د برښنا دغه لویې پروژې د هېواد د اقتصادي پرمختګ اړتیا ده.
د هرات والي شيخ نور احمد اسلامجار هم یادې غونډې ته ویلي، هرات پراخو پراختيايي پروژو سره، د وړوکي افغانستان بڼه خپله کړې؛ صنعتي برخه یې ورځ تر بلې غوړېږي او اوس د برښنا انرژۍ شتون به دا بهير لا چټک کړي.
ورته وخت کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجراییوي مشر عبدالباري عمر هرات کې د برښنا لېږد او وېش ۹ لویو پروژو د کار پیل او ګټې اخیستو غونډې ته وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره هرډول هڅې او مبارزه کوي.
هغه وویل: «نن د ۹ سترو پروژو پرانیسته کوو چې له ډلې یې ۵ پروژې بشپړې شوي او ۴ نورې تر راتلونکوې ۱۸ میاشتو پورې به بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.»
عبدالباري عمر وايي، نننۍ نړۍ انرژۍ ته اړتيا لري؛ هغه هېوادونه چې ډاډمنه برښنا لري، ښه وده لري.
د هغه په وینا، ولس ته د باثباته برښنايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي.