د وږي نهمه، د یکشنبې ورځ د ۶.۲ ریښتر په درجې زلزلې د کونړ ډېری برخې ولړزولې چې د شته معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه باندې څلور زره نور ټپیان شول او ترڅنګ یې، ۸۰۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
سلاموطندار له دې پېښې درې میاشتې وروسته، روغتیايي وضعیت ارزونې او روغتیايي خدمتونو ته د زلزلهځپلو د لاسرسي کچې ارزونې په اړه ۱۰۶۱ کورنۍ په څوکۍ ولسوالي کې سروې کړې دي.
د دې سروې پایلې ښيي چې له یادې زلزلې درې میاشتې وروسته، ۹۷.۴ سلنه کسان رواني ستونزې لري او ۶۸سلنه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، خوارځواکۍ او ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.
بلخوا د ناپاکو اوبو له امله رامنځته شوې ناروغۍ، د زلزلهځپلو ترمنځ پراخې ناروغۍ ګڼل کېږي. د ۱۰۶۱ کورنیو له ډلې ۴۲سلنه کسان له اسهال او استفراق، ۱۴.۶سلنه له بېلابېلو ناروغیو، ۸.۴سلنه تبې او لړزې او نهه سلنه نور له تنفسي ناروغیو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ۶۱.۷سلنه کورنۍ په ازاده فضا کې او ۳۴.۹سلنه په خېمو کې ژوند کوي؛ هغه وضعیت چې د زیانمنو کورنیو ترمنځ د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
موندنې ښيي چې یوازې ۳۲سلنه زیانمن کسان لومړنیو درملیزو خدمتونو ته لاسرسی لري چې دا د ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره بسنه نهکوي. په ورته وخت کې، ۲۷.۷سلنه منځنی لاسرسی لري او ۹.۸سلنه کسان هېڅ ډول روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
همدارنګه، د سیمو غرنی طبیعت چې ۹۴.۳ سلنه سیمې ترې اغېزمنې دي، د دې لامل شوی چې بېړنیو روغتیایي پېښو ته رسېدنه له ځنډ سره مخ شي. د داخله ناروغیو متخصص مداد دانشور وایي، پر وخت لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ثانوي ناروغیو لکه اسهالاتو، خوارځواکۍ، کولرا او محرقې د زیاتېدو مخه ونیسي.
نوموړی زیاتوي: «روغتیایي بنسټونو ته زیان، خوارځواکي، د زېږون مخکې او وروسته د پاملرنې نشتوالی او د رواني ملاتړ کمښت هغه څرګند لاملونه دي چې بېړني اقدام ته اړتیا لري. که روغتیایي خدمات، د مور او ماشوم پاملرنه، سالمه تغذیه او رواني ملاتړ برابر نه شي، نو اوږدمهاله ناوړه پایلې به رامنځته شي، لکه د مړینې کچې لوړوالی، خوارځواکي، د ماشومانو د ودې ځنډ، رواني ستونزې، د ژوند پر هیله مندي کمښت او د ټولنیز یووالي زیانمنېدل.»
د مور او ماشوم روغتیا هم په دې سروې کې ارزول شوې ده. موندنې ښيي چې ۲۹.۸سلنه اومیندوارې ښځې روغتیایي مرکزونو ته محدود لاسرسی لري، ۴.۹سلنه ښځو په کورونو کې د لازم ولادي امکاناتو او پاملرنې پرته زېږون کړی او ۷۸.۷سلنه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان یا ناروغه دي، یا له خوارځواکۍ سره مخ دي او یا دواړه ستونزې لري.
د نسایي – ولادي ناروغیو متخصصه زرغونه محبت وایي، روغتیایي مرکزونو ته د لاسرسي نشتوالی او د زېږون مخکې او وروسته د پاملرنې کمښت کولای شي د میندو لپاره د کمخونۍ، ساري ناروغیو، د حمل د سقط او حتی د مور او ماشوم د مړینې لامل شي.
نوموړې زیاتوي: «که یوه مور د اومیندوارۍ پرمهال او له ولادت وروسته لازمې طبي پاملرنې ترلاسه نهکړي، دا د مور او جنین د روغتیا لپاره جدي ګواښ دی او ان د هغوی د مړینې لامل کېدای شي. روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی یا په دې برخه کې ځنډ د اومیندوارۍ او زېږون پرمهال د کمخونۍ، له وخته مخکې زېږون، د حمل سقط او د مېندو ترمنځ د ساري ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې سروې د پایلو پربنسټ، د زیانمنو کورنیو ترمنځ د رواني ستونزو کچه بحراني حد ته رسېدلې ده. د معلوماتو له مخې، ۸۳.۳سلنه کسانو شدید رواني بدلونونه تجربه کړي او ۹۷.۴سلنه کسان د رواني ستونزو نښې لري.
روانپوهه لیلا عزېزي وایي، د طبیعي افتونو او ناورینونو وروسته خلک له جدي رواني ناخوښیو سره مخ کېږي چې پهکې شدید اضطراب، خپګان، بېخوبي، د سانحې وروسته سترس، دوامداره وېره او د چلند اختلالات شامل دي. د هغې په وینا، د زیانمنو کسانو د رواني روغتیا د بېرته رغېدو لپاره رواندرملنیز ملاتړ یوه جدي اړتیا ده.
نوموړې زیاتوي: «کله چې خلک خپل عزیزان له لاسه ورکوي، له اوږدمهاله غم او سوګ سره مخ کېږي. د دغو کسانو د ملاتړ لپاره باید د روانشناسي لومړني اقدامات عملي شي. له پېښې وروسته باید د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره شي، او که چېرې د چا رواني زیان ډېر جدي وي، نو باید منځنۍ او تخصصي لارې چارې عملي شي، ډلهییزې ناستې جوړې شي، هغه کسان وپېژندل شي چې ډېر اغېزمن شوي دي او وروسته ورته ځانګړې درملیزې ناستې برابرې شي.»
له دې ټولو سره سره، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د «سلاموطندار» سره په خبرو کې وایي چې د کونړ په ولایت کې د درملیزو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کومه جدي ستونزه نشته.
هغه وویل: «له زلزلې وروسته زموږ ټیمونه سیمې ته واستول شول او تر هغې وروسته مو هلته څو درملیز مرکزونه جوړ کړل. همدارنګه، هلته یو کمپ هم لرو چې دامهال هم روغتیایي خدمات وړاندې کوي. په ټوله کې، په کونړ کې له ۶۰ څخه زیات روغتیایي مرکزونه فعال دي او یوازې په هغو دوو ولسوالیو کې چې له زلزلې اغېزمن شوې دي، نږدې لس روغتیایي مرکزونه مو جوړ کړي دي. موږ په کونړ کې د روغتیا په سکتور کې له کومې جدي ستونزې سره مخ نه یو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سروې موندنې د روغتیایي خدمتونو جدي اړتیا څرګندوي. خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت او په روغتیایي مرکزونو کې د خصوصي فضا نشتوالی هغه اصلي لاملونه دي چې ښځو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې محدود کړی دی.
همدارنګه، د ملګروملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د سپټمبر په ۱۹مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و چې د کونړ ولایت د زلزلې وروسته، ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیانمنېدونکې ډلې دي.


