د بلخ مرکز مزارشریف ښار او شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکي لاهم د وړیا او باکیفیته روغتیایي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د میلیونونو خلکو روغتیا په مستقیم ډول د دې ستونزو له امله اغېزمنه شوې ده.
د بلخ په ډېرو ولسوالیو کې روغتیایي خدمات د مرستو د کمښت له امله بند شوي یا محدود شوي دي. کورنۍ اړ دي چې خرابو او غیرمعیاري سړکونو اوږد واټن سفر وکړي، څو روغتیایي مرکزونو ته ورسېږي.
د بېپولې ډاکترانو سازمان وايي چې د دوی ټیمونه د مزارشریف ښار د ابوعلي سینا روغتون د ظرفیت د پیاوړتیا لپاره کار کوي. د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې، دوی د ماشومانو د ځانګړې مراقبت څانګه (PICU)، د نویو زېږېدلو د ځانګړې پاملرنې څانګه (NICU) او بیړنۍ څانګه ملاتړ کوي. دا څانګې د ۱۴کلن او له دې کم عمره ماشومانو لپاره حیاتي او نجات بښونکي خدمتونه وړاندې کوي.
د دې هڅو موخه د ماشومانو د جدي ناروغیو لپاره کیفیتي پاملرنه وړاندې کول او د مړینې کچه کمول دي. د PICU څانګه ۳۸ بسترونه او د NICU څانګه ۱۵۴ بسترونه لري. د شری تجرید څانګه ۲۸ بسترونه لري، خو د بسترونو محدودیت له امله ډیری ناروغان اړ دي چې په یو بستر شریک شي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي د دوی ملاتړ یوازې د درملنې پورې محدود نه دی، بلکې د ناروغانو کورنیو ته رواني او ټولنیز ملاتړ هم برابروي. ځانګړي مشاوران کورنیو سره د فشار مدیریت، د روغتیا اړوند پوهاوي او د ناروغ په درملنه کې د هغوی د فعالې همکارۍ په برخه کې مرسته کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بې پولې ډاکترانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۳۶۶۰۰۲ ماشومان تریاژ کړي، ۸۴۷۷ ماشومان د ۱۴ کلن او تر دې کم عمره، ۱۷۸۵۳ نوي زېږیدلي ماشومان د ځانګړو څانګو په درملنه کې شامل دي، او ۶۴۱۷ ماشومان د شري ناروغۍ په تجرید څانګه کې درملنه شوي دي.
د راپور له مخې، سره له دې چې د تمویل کمښت او د ناروغانو زیاتوالی فشار رامنځته کړی، د بېپولې ډاکترانو ټیمونه ژمن دي چې دوامدار نجاتبښونکي روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي. د دوامدار تمویل ملاتړ د خدمتونو د کیفیت، د روغتیایي کارکوونکو د اندېښنو د کمولو او د ماشومانو د روغتیا خوندي کولو لپاره حیاتي دی.
دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان شمال کې میلیونونه ماشومان د روغتیایي خدماتو محدود لاسرسي له امله د ناروغیو او مړینې لوړې کچې سره مخ دي او د بېپولې ډاکترانو اقدامات د دې بحران د کمولو لپاره حیاتي ارزښت لري.


