Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې په لس میلیونه افغانیو د عامه خدمتونو ودانۍ جوړه شوه

IMG-20251127-WA0013

خوست کې  چارواکي وايي چې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د عامه خدمتونو نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د خوست ولايت مقام څخه نن پنج‌شنبه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اداري کمپلیکس کې د عامه خدمتونو لپاره نوې وداني جوړه او ګټې‌اخيستنې ته يې وسپارله.

خبرپاڼه کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار له قوله ویل شوي چې دغې ودانۍ په جوړېدو سره به مراجعينو اسانتیاوې رامنځته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو رییس مولوي فضل‌الرحمن ويلي چې یاد تعمیر کورنيو چارو وزارت د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی چې په ودانۍ کې د ښځینه او نارینه مراجعینو لپاره جلا اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د يادې ودانۍ د فعالېدو سره به خلکو ته ډيری خدمتونه په اسانه او کم وخت کې ترسره کيږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام