عمر خوړلی حکیم‌شاه د سمنګان د فېروزنخچیر ولسوالي د «قوش‌محله» سیمې اوسېدونکی دی چې زلزله کې د کور نړېدو ترڅنګ، له یوې بلې تراژیدۍ سره مخ دی.

حکیم‌شاه او ۹ کسیزه کورنۍ یې دامهال له خپل نړېدلي کور او کلي شل کیلومتره لرې، نورو زلزله‌ځپلو سره یوځای داسې یوه دښته کې تر خیمو لاندې ژوند کوي چې د څښاک اوبو په ګډون، د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې نه‌لري.

د هغه یوه کم‌عمره یوه کلن لمسي وړمه شپه د سرپناه‌ نه‌شتوالي او سړې هوا له امله ژوند بایللی دی.

حکیم شاه چې سپین وېښتان یې له دوړو ډک دي، وایي: «همدا ماشوم چې مړ شو، زما لمسی وو. همدا تېره شپه ما سره خیمه کې وو، د سړې هوا له امله سینه‌بغل شو. ډاکټر ته مو ونه‌شو رسولی او مړ شو.»

حکیم شاه وايي، خوښ و چې زلزلې یې د کورنۍ غړیو ته ځاني زیان نه‌وو رسولی، خو سړې هوا یې پر زړه داسې داغ کېښود چې د ژوند تر پایه به یې هېر نه‌کړي. هغه روغتیايي خدماتو ته نه‌لاسرسي څخه شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې سرپناه ورته برابره کړي.

نوموړي وویل: «هلته پورته کلي کې کلینیک وو، خو دلته چې اوس خیمو کې ژوند کوو نشته، په تش ډاګ خوار او زار پراته یو. له دولت هیله لرو چې لومړی راته اوبه، دویم سرپناه او ورپسې خوراکي توکي چمتو کړي، نور هېڅ نه‌غواړو.»

د فېروزنخچیر ولسوالي د «قوش‌محله» سیمې ګڼ‌شمېر نور زلزله‌ځپلي هم وایي، د سرپناه‌ نه‌شتوالي او سړې هوا د نورو ماشومانو او ډېر عمرلرونکو ژوند له خطر سره مخ کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د «قوش‌محله» سیمې یوه بل اوسېدونکي نجم‌الدین وویل، د یخې هوا له امله څو ورځې وړاندې هم د زلزله‌ ځپلو یوه بل ماشوم ژوند بایللی وو.

«ماشومان زکام کیږي، ناروغه کیږي هره ورځ همدغو خاورو کې یو. سیار صحي ټیم نشته. یو دوو ماشومانو همدلته دغو خیمو کې د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړ.»

د فېروزنخچیر ولسوالۍ مرستیال عبدالمنان اسلمي تاتار تاییدوي چې په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې د سلګونو کورنیو سرپناه‌وې نړېدلي او ډېری کورنۍ خیمو کې ژوند کوي.

خو هغه ډاډ ورکوي چې د زلزله ځپلو لپاره به صحي خدمات پراخ شي. «مونږ ورځو د هغوی ستونزې حل کوو، دغه مسله له ولایت مقام سره شریکوو، چې قوش‌محله کې ماشومانو د سړې هوا له امله ژوند بایللی. والي صاحب ته وایو چې تاسو مونږ دلته مسوول مقرر کړي یو، ورته وایو چې تاسو زمونږ ستونزې حل نه کړئ، څوک به یې کوي، والي ته به وایو چې لاړ شي له پورته مسوولانو وغواړي چې دلته صحي خدمات زیات کړي. دا خپلو خلکو ته قاطع اطمنان ورکوو چې دغه برخه کې مرسته کیږي.»

د سرپناه‌ نه‌شتوالي او سړې هوا په دلیل د حکیم شاه د لمسي مړینه یوازې د یوې کورنۍ درد نه دی، بلکې د یوې ټولې سیمې د هغې ستونزې یوه بېلګه ده چې که ژر ورته رسېدنه و نه‌شي، د نورو ماشومانو او ډېر عمرلرونکو ژوند به هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

زلزله ځپلي له چارواکو او مرستندویو ادارو غواړي چې سرپناه‌وې ورته برابرې کړي، څو په ژمي کې د نورو کورنیو ژوند خوندي شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام