د لوګر مرکز پلعلم ته له پاکستان څخه تازه راستون شوی افغان عبیدالله سلاموطندار ته وايي، له یاد هېواد څخه په جبرې ډول ایستل شوی چې اوس په لوګر ولایت کې له پراخو ستونزو سره مخ دی.
نوموړي د دې ولایت پر ولايتي ادارې او نړیوالو موسسو غږ وکړ چې تازه راستانه شویو سره د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیا، پوهنې او همدارنګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
هغه وویل: «تازه له پاکستان څخه راستون شوی یم، مونږ دلته ډیرې ستونزې لرو، که څه هم تر یوه برید له مونږ سره مرسته شوې ده، خو بسنه نه کوي او اړتیا ده چې مؤسسات مونږ ته په بیلابیلو برخو کې په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیا او کاري فرصتونه برابر کړي، مونږ سره د کډوالو چارو امریت هم مرستې کړي دي.»
بلخوا د لوګر خوښۍ ولسوالي ته تازه راستون شوی عتیقالله سلاموطندار ته وویل، په ګاونډيو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره خورا سخت تاوتریخوالی روان دی او ډېری افغانان چې هلته یې کورونه او کاروبارونه دي، په زور راېستل کېږي.
ده وویل، خوښ یم چې خپل هېواد ته راستون شوی یم، خو زیاتوي چې د حکومت او نړیوالو بنسټونو له لوري شوې مرستې ورته بسنه نهکوي او اړتیا ده چې له راستانه شویو سره تر راروان ژمي وړاندې بېړنې مرستې وشي.
هغه وویل: «زما نوم عتیق الله ده زه له پاکستان څخه راستون شوی یم، او په خوښۍ ولسوالۍ کې ژوند کوم، له مونږ سره لسګونه افغان کورنۍ په جبري ډول راستانه شوي دي، له مونږ سره که څه هم دولت مرستي کړي دي، خو دغه مونږ ته بسنه نه کوي او باید مونږ ته د سرپناه لپاره کورونه جوړ شي او مونږ ته د کار کولو زمینه برابره کړي.»
د کډوالو چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې که له راستانه شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره شي، نه یوازې د لوګر ولایت، بلکې د ټول هېواد لپاره به سترې اقتصادي ګټې ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو چارو شنونکي عبدالجبار، سلام وطندار راډیو ته وویل، راستانه شوي کډوال پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده. هغه ټینګار وکړ چې له کډوالو سره دې دوامداره مرستې وشي او نړیوال بنسټونه دې د لويو پرمختیایي پروژو له لارې پانګونه وکړي، څو د کار او عاید د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
«د کډوالو راستنېدنه په اوسنیو شرایطو کې یو غیر پلان شوی عمل دی، نو په دې خاطر باندې ټول هغه کډوال چې راستنیږي ډېرو مرستو ته ضرورت لري، که هغه د حاکم نظام له لوري وي یا نورو نړیوالو بنسټونو له لوري وي، دوی سرپناه او د ژوند اساسي خدماتو ته اړتیا لري.»
د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمر مولوي مسعود اخندزاده وایي، له پاکستان او ایران هیوادونو څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې کاري بوختیاوې چمتو کړي او هڅه کوي چې شته نورو ستونزو او اړتیاوو ته یې هم پر وخت رسېدنه وشي.
« د بیا مېشتېدنې په برخه کې تقرییاً مونږه پنځه برخو کې راستانه شویو کډوالو سره مرسته کړې ده، چې تقریباً په هریوه کې شل دېرش نفره دي، نو تقریباً سل یو نیم سل نفره راځي، نور هم کوښښ کوو او کورنیو او نړیوالو مؤسساتو سره مو هم خبره کړې دي، انشاالله یو ترتیب به ورته برابر شي.»
د راپورونو له مخې؛ له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان او ایران څخه هره ورځ په سلګونو کورنۍ هیواد ته راستنیږي چې لویه اندیښنه یې د را روان سوړ ژمي او کاري فرصتونو نشتون دی، خو د چارو کارپوهانو په دې باور دي، که راستانه شوي ټول کډوال په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت شي، ټول هیواد ته به لوېې اقتصادي ګټې هم له ځان سره ولري.