د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې یوشمېر اوکرایني سرتېري د دغه هېواد د ختیځ د پوکروفسک ښار په شاوخوا کې دوی ته تسلیم شوي دي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، یو اوکرایني سرتېری چې د دونتسک ولایت د پوکروفسک ښار ترڅنګ نیول شوی، ویلي چې د اوکراین پوځ هڅه کوله په دې سیمه کې نوې دفاعي کرښې جوړې کړي.
خو د اوکراین پوځ وایي چې د پوکروفسک په کلابند ښار کې یې خپلې جګړهییزې لیکې پیاوړې کړې دي. د اوکراین د اوومې چټک غبرګون لوا په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې کېیف په دې سیمه کې د بریدګرو ځواکونو شمېر زیات کړی، خو حالت یې لاهم «سخت او بدلېدونکی» بللی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي د روسیې هغه تدارکاتي لارې پرې کړي چې د جګړې د ملاتړ لپاره کارېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې تړاو، اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې د روسي ځواکونو د بشپړې واکمنۍ د مخنیوي لپاره، د اوکراین پوځ د ځانګړو ځواکونو (کومانډو) قطعې د روسي لیکو شا ته ځای پر ځای شوي دي.
د اوکراین د نظامي استخباراتو یوې سرچینې (HUR) ویلي، یو ځانګړی کومانډو ټیم د هلیکوپتر له لارې سیمې ته رسېدلی او دنده یې دا ده چې له روسي ځواکونو سره جګړه وکړي او د پوکروفسک او میرنوهراد ترمنځ د روسیې د اکمالاتو لیکې کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
د اوکراین ملي راډیو «سوسپیلن» راپور ورکړی چې د دغه هېواد د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف په خپله د جګړې په لومړۍ کرښه کې حضور لري او د عملیاتو مشري پر غاړه لري.
بلخوا، د روسیې دفاع وزارت هم د شنبې پر ورځ د اوکرایني ځواکونو بریدونه تایید کړي، خو ویلي یې دي چې دا هڅه ناکامه شوې.
د دغه وزارت په وینا، روسي ځواکونو هغه ځانګړی اوکرایني واحد مات کړی چې د پوکروفسک په ښار کې د روسانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره لېږدول شوي وو.