د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې د دې ولایت د سلو صنعتي شرکتونو تولیدات نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د یادې خونې رئیس، عبدالناصر امین، ویلي چې د هرات اصلي صادراتي توکي چې په‌کې د نخي تار، المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او اچار شامل دي، د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

د ده په وینا، د هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدونکی نخي تار په نړیوال معیار برابر او اوس مهال ترکیې او چین ته صادریږي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنیو تولیداتو کیفیت او بسته‌بندي په وروستیو کلونو کې د پام وړ ښه شوې او دامهال شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي په هراتي فابریکو کې تولیدېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هرات د صنایعو او کانونو د خونې د معلوماتو له مخې، اوس مهال له ۱۱۷۰ څخه زیات شرکتونه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت لري چې شاوخوا ۱۵۰ زره کارګر په‌کې بوخت دي.

صنعت‌کاران وايي، که د صادراتو د اسانتیا لپاره نورې اړتیاوې هم برابرې شي، د افغانستان د صنعتي تولیداتو د ودې او د کارموندنې د زیاتوالي لپاره به هرات لامهم رول ولوبوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام