Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او اته ټپیان دي

ټرافیکي-پېښه-qky50314eyiuiolth33lq58xmvjmji8gpmhtck7pn8

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د کابل-بامیانو پر لویه لاره د حصه اول بهسودو ولسوالي په حاجي‌ګک او سیاسنګ سیمو کې په دو جلا ټرافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، لومړۍ ټرافیکي پېښه تېره شپه د حاجي‌ګک کوتل اړوند د خارزار په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوو فیلډر ډولو موټرو ترمنځ رامنځته شوې چې په پایله کې یې يوه مېرمن ځای پر ځای مړه او اووه کسان ټپيان شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دویمه پېښه د سياسنګ په سيمه کې د پريس ډوله موټر او موټرسيکل ترمنځ شوې چې له امله يې يو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. اسرار زیاته کړه، ټپيان د امنتي ځواکونو او ولسي خلکو له لوري د بامیانو ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، دواړه ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام