د ټولګټو وزارت وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۹زره او ۶۱۲ متریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د دې وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن یکشنبه د لړم څلورمه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد مقدار توکي په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حق‌شناس زیاته کړې چې زیاتره توکي د حیرتان او تور غونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي. د وزارت د شمېرو له مخې، د ټولو انتقال شویو توکو څخه ۱۲۸ ټنه یې د صادراتو برخه ده.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ د توکو د انتقال مهم مسیرونه ګڼل کېږي او د اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د بار وړو د وړتیا لوړولو او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې کړي، څو د دې لارې د توکو انتقال زیات کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام