Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د برښنا دوه سترې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

1000290785

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي وايي، په هلمند کې د برښنا دوه مهمې پروژې په رسمي توګه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې چې په پایله کې به د هلمند او کندهار زرګونو کورنیو او صنعت‌ګرو ته د برقي انرژۍ د برابرولو زمینه نوره هم پراخه شي.

په دغو پروژو کې د هلمند د ګرشک ولسوالي په بغرا سیمه کې د ۴ اعشاریه ۸ مېګاواټه تولیدي برښنا کارخونې جوړول او همدارنګه د کجکي بند د برښنا د بشپړ لېږد لپاره له سنګین څخه د کندهار تر میوند ولسوالي د ۱۱۰ کېلوولټ برښنا د لېږد مزي دویم سرکېټ هم په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی.

د برښنا شرکت د راپور پربنسټ، یوازې د ګرشک تولیدي کارخونه د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې او د شاوخوا ۷۰۰۰ کورنیو او صنعت‌ګرو د برښنا اړتیا به پوره کړي. همدارنګه د ۱۱۰ ولټه برښنایي مزي غځول به د سوېلي حوزې لپاره د برښنا د لېږد ظرفیت لوړ کړي.

د برښنا شرکت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د سږکال تر پایه به په هلمند او کندهار کې د برښنايي شبکو د پراختیا لپاره ۵ میلیارده افغانۍ لګول کېږي. هغه زیاته کړه چې د کجکي بند د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره د طرحې پر ټینګښت هم کار روان دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صنعت‌کاران او ولسي خلک دغه اقدام د اقتصادي ودې او د ورځنیو چارو د اسانېدو لپاره مهم ګام بولي. د ګرشک د صنعت‌کارانو د ټولنې مشر حاجي محمد وایي: «برق د صنعت ملا ده. که برښنا نه وي فابریکه نه چلیږي، زراعت هم اوس برښنا ته اړتیا لري.»

د ګرشک یوه اوسېدونکي شاه اغا وايي، که برښنا شپه او ورځ موجوده شي د دوی د تولید کچه څو برابره لوړېږي: «اوس ورځ کې ۸۰۰ ډوډۍ پخو‌و، که ۲۴ ساعته برق وي ماسین نصبوم او بیا ورځ کې تر ۶۰۰۰ پورې ډوډۍ پخېږي.»

خلک ټینګار کوي چې برښنا د ټول افغانستان بنسټیزه اړتیا ده او دا ډول پروژې باید په نورو ولایتونو کې هم پراخې شي، څو د هېواد اقتصادي سکتور په پښو ودریږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام