کله چې منی راشي، کلي د ژېړوپاڼو په جامه کې ښکلا ومومي؛ خو د کلي ښځو لپاره دا ښکلا د ژمي سختۍ او د خوراکي توکو د کمښت نښه ده. هره پاڼه چې له څانګې جلا کېږي، د یخنۍ او اوږدې مبارزې یادونه کوي.
اوس د کلیو مېرمنې د یوې غلې او راتلونکې یخنۍ سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي. دوی د لرګیو ذخیره کولو ترڅنګ، د قروتو او زېړو غوړیو سربېره، وچه مېوه او ځینې نور بیا چهارمغز، د پیازو او رومیانو وچولو باندې لګیا دي.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۱۴ کلیوالو مېرمنو سره په یوولس سړو ولایتونو کې مرکې کړې دي. ۴۰کلنه ملکه چې د تخار د تغيولدي سیمې اوسېدونکې ده او د څارویو اخور څنګه ته ناست ده.
هغه وايي: «څو وزې، پسونه او غواوې لرم، مستې او شیدې یې پلورم او د کور لګښتونه پرې پوره کوم. ژمی موږ ته سخت دی، اولادونه مې یخ وهي، لرګي نهلرو، د ډبرو سکاره نهلرو، ژمی هم سوړ دی، لاره مو خرابه ده، کلیو کې ژوند سخت دی؛ خو بله لاره نشته.»
د تخار د درقد ولسوالي اوسېدونکې گلببو له کوچنیوالي څخه د څارویو له روزنې سره لویه شوې، وايي چې د ژمي سخت ساړه او د سوند موادو کمښت، د نوموړې او د کورنۍ ژوند یې ډېر ستونزمن کړی دی.
هغې وویل: «زه نه پوهېږم، شاید شاوخوا څلوېښت کلنه یم. همدغه مستې راټولوو او پلورو یې، شیدې بیا په کور کې پخپله خوروو. ژمی زموږ لپاره ډېر سخت دی. کور زموږ د ګلولای ډک دی، ټول لرګي لانده دي، کله کله باران هر څه لمده کوي، نو ژمي ډېرې سختې ورځې رامنځته کوي.»
د کلیوالو ښځو د ژمي ویره یوازې د یخنۍ او د سوختي موادو کمښت پورې محدود نه ده. دوی وايي چې د ژمي له پیل سره، د خوړو او پاکو اوبو ترلاسه کول هم ستونزمن کېږي، او د کرنې او څارویو روزنې د فعالیتونو کمېدو له امله د کورنیو عاید هم په څرګنده توګه کمېږي.
د کلیوالو ښځو د ژمي ویره یوازې د سړو او د سوند موادو کمښت پورې محدوده نه ده. دوی وايي چې د ژمي له پیل سره، د خوراکي توکو او پاکو اوبو ترلاسه کول هم ستونزمن کېږي او د کرنې او څارویو روزنې د فعالیتونو کمېدو له امله د کورنیو عاید هم په څرګنده توګه کمېږي.
۶۸کلنه حمیده چې د کورنۍ مسوولایتونو او کرنې یې ملا کوپه کړې، وايي چې د بامیان اوږدې سړې ورځې د اوبو ترلاسه کول او اوږده مزلونه د هغې او کورنۍ لپاره ډېر خطرناک کوي.
هغې وویل: «په ژمي کې موږ اوبه له سیند څخه راوړو، خو زموږ یوه کوچنۍ کتلګي لري چې یخ کېږي او اوبه راټولول ډېر سخت دي. هغو کسانو ته چې حیوانات لري، اسانه ده، خو موږ باید اوبه په خپلو لاسونو او سر راوړو او په کور کې یې د تنور په مرسته ګرمې کړو.»
۳۹کلنه شفیقه، د بدخشان اوسېدونکې ده، هغه وايي چې کورنۍ یې د سختې یخنۍ، فقر او وږې سره مخ ده او د اقتصادي ستونزو له امله د خوراکي توکو د ذخیره کولو توان هم نهلري.
هغې وویل: «که ساړه ډېر شي او موږ کار ونهکړو، لږترلږه کولای شو د ذخیره شویو موادو سره یوازې یوه اوونۍ ځان او ماشومان وساتو، د ډوډۍ چای لپاره؛ له دې ډېر دوام نه شو کولای.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا ښځې چې د کورنیو او کلیو د اقتصاد ستنې دي، په ژمي کې نه یوازې د عاید نشتوالي سره مخ کېږي، بلکې د طبیعي پېښو لکه درنې بارانونه، یخبندان او سیلابونو ته هم ځواب ویونکي دي؛ پېښې چې امنیت او ارام ژوند یې په سخت خطر کې اچوي.
۴۲کلنه گلخمار، د کندوز اوسېدونکې، هغه وايي: «که برف او باران ډېر شي، ژوند مو ستونزمن کېږي او کورونه مو زیانمن کېږي. له دې پېښو ډېره وېرېږم، ځکه ډېرې ستونزې رامنځته کوي.»
گلخمار وايي: «که واوره او باران ډېر شي، ژوند مو ستونزمن کېږي او کورونه مو زیانمن کېږي. له دې پېښو ډېره وېرېږم، ځکه ډېرې ستونزې رامنځته کوي.»
۴۴کلنه حبیبه د بادغیس اوسېدونکې، هغه وایي: «سیلابونه راځي او موږ ډېرې ستونزې لرو. ټول حویلي مو اوبو لاندې کېږي، او اوبه زموږ کور ته داخلېږي. کله زلزله هم کېږي، زموږ کور لږ زیانمني کېږي، له چت یې خاوره غورځيږي، نو بیا هم ډېره وېرېږو.»
د ښځو حقونو یوشمېر فعالان د کلیوالو ښځو د وضعیت له جدي ستونزو اندېښنه څرګندوي او وايي چې یوازې د حکومت او نړیوالو بنسټونو اغېزمنو تدابیرو له لارې کېدای شي د ښار او کلیو ترمنځ، په ځانګړي ډول د ښځو ترمنځ شته واټن کم شي.
تهمینه منگل، د ښځو د حقونو فعاله، وايي: «د کلیوالو او ښاري ښځو ترمنځ ژور واټن له اوږدې مودې راهیسې موجود دی. کلیوالو ښځو ته اسانتیاوې او د ژوند وسایل برابر نه وو. حکومت او نړیوالې ادارې چې د ښځو د وړتیا د لوړولو په برخه کې کار کوي، کولای شي دا واټن له منځه یوسي.»
اقتصادي کارپوهان او ټولنپوهان د کلیوالو ځایونو د مهم رول په اړه ټینګار کوي او وايي چې د خلکو د پوهاوي د لوړولو، د ښوونې او روزنې مساوي فرصتونو برابرولو او د لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په تطبیق سره، د ښار او کلي ترمنځ شته نابرابري لهمنځه تللی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: «کلیوالې ښځې د ځایي اقتصاد ستنې دي او په خوراک، څارویو روزنه او کرنې کې مهمه ونډه لري. حکومتونه باید د ملاتړ سیاستونه پلي کړي، مالي امکانات، اوږدمهاله پورونه او زیربنایي پروژې برابر کړي څو کلیوال خلک مرسته ترلاسه کړي.»
ټولنپوه شعیب احمدی وايي: «د ټولنیزې پوهاوي لوړول د رسنیو او علماوو مسؤلیت دی. د کلیوالو خلکو زاړه او سنتي نظریات باید بدل شي، او د فردپرستۍ پر ځای د ټولنې په ګټه فعالیت کول او د ځان بسیاینې حس رامنځته کول، کولی شي د ښار او کلی ترمنځ موجود واټن کم کړي.»
د وروستیو احصائیو له مخې، د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۷۴سلنه په کلیو کې ژوند کوي چې د کلیوالو رول په ټولنیز او اقتصادي جوړښت کې څرګندوي.
همدارنګه، د اکتوبر ۱۵ نېټه د «کلیوالي ښځو نړیواله ورځ» ده چې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي؛ خو د ملګروملتونو تازه راپور ښيي چې په کلیوالو سیمو کې ښځې او نجونې د فقر څو اړخیزې ستونزې په غیرمتناسبه توګه تجربه کوي چې په داسې هېوادونو کې لکه افغانستان، د ملي او نړیوالو ادارو جدي پام او اقدام ته اړتیا لري.


