هغو تنکیو ځوانانو چې له ماشومتوب درنو کارونو ته مخه کړې، د خپلې راتلونکې په اړه بېل انځور او تعریف لري. په دې راپور کې له ۲۰ هغو ځوانانو سره مرکې شوي چې له ماشومتوب درانه کارونه کوي.
دوی په دې راپور کې له سلاموطندار سره په مرکو کې د خپل ژوند سختې بیان کړي او د خپلو هیلو په اړه یې خبرې کړې دي. ډېری یې، خپله راتلونکې تیاره ویني، خو ښوونځي ته د بېرته ستنېدو هیله یې په زړه کې ژوندۍ ساتلې.
د سلاموطندار د موندنو پربنسټ، د کورنیو بېروزګاري او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ګڼشمېر تنکيځوانان له زدهکړو پاتې شي. ځینې له دوی د ژوند د سختیو له امله دخانیاتو ته مخه کړې او یو شمېر نور بیا د مهاجرت اراده لري.
احمد چې ۱۵ کلن دی، لا پنځه کلن هم نه و چې د کور د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کوڅو کې یې کار پیل کړ. هغه دامهال د ماشومانو اړین توکي پلوري او هره ورځ له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي.
احمد د کار د مجبوریت د ښوونځي پرېښودل د خپل ژوند تر ټولو لویه ناخوښه پرېکړه بولي. وایي، بیا ښوونځي ته د ستنېدو او په راتلونکي کې د ډاکټر کېدو هیله لري، خو که دا هیله یې پوره نهشي، مهاجرت ته به مخه کړي.
هغه وایي: «ډېر شوق لرم چې مکتب ته ولاړ شم او ډاکټر شم. په راتلونکو پنځو کلونو کې غواړم له وطن بهر شم، ځکه دلته د پرمختګ چانس نه وینم. هیله مې دا ده چې کار جوړ شي او ډاکټر شم، که نه نو وطن پرېږدم.»
امیر هم چې ۱۵ کلن دی او له شپږ کلنۍ راهیسې کار کوي، د خپلې راتلونکې هیله له افغانستان بهر لټوي. د هغه په خبره، په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند او کار امکانات ډېر دي.
امیر وایي: «لویه هیله مې دا ده چې مهاجرت وکړم. دلته کار نه شته، په بهر کې ښه ده، عزت شته. نهو کلونو کېږي چې په تیمورشاهۍ کې کار کوم. تر دې وروسته هم خدای مهربان دی. یوازینی امید مې مکتب دی، ښايي یو ځای ته ورسېږم.»
۱۷کلن عبدالله، له هغه مهال راهیسې چې پلار یې له لاسه ورکړی، کار کوي. هغه لا ۱۰ کلن و چې د ژوند د اړتیا لپاره په کوڅو کې کار پیل کړ. عبدالله اوس د ښځو اړین توکي په جاده پلوري او وایي چې تراوسه یې یوازې تر درېیم ټولګي زدهکړې دي او حتی د لوستلو او لیکلو سواد هم نهلري.
هغه زیاتوي: «تر درېیم ټولګي مې درس لوستی دی، خو هېڅ څه مې نه دي زدهکړي. مجبور شوم چې د کار له امله ښوونځی پرېږدم، سواد مې نشته. که زدهکړم، غواړم بېرته مکتب ته ولاړ شم او لوست زدهکړم، څو په ژوند کې له ستونزو سره مخ نه شم.»
میلاد، ۱۸ کلن دی او د کابل ښار په کوڅو کې د مڼې جوس پلوري او تر اووم ټولګي پورې یې زده کړې کړي، وایي، د کور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې مکتب پرېښی، خو هیله لري چې بېرته زدهکړو ته دوام ورکړي.
هغه وایي: «غواړم ډاکټر شم. که کار سم پیدا کړم، دا کار پرېږدم. هیله لرم چې له فقر او بېچارګۍ ووځم، خو اقتصادي ستونزې زما مخه نیولې. ځینې خلک هم موږ ته سپکاوی کوي، سیب راباندې وهي او ریشخند کوي.»
۱۶کلن ساحل د کابل «دهافغانان» کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره کار کوي. هغه لاهم مکتب ته ځي، خو د دوام د وضعیت له امله اندېښمن دی: «تر لسو بجو پورې په مکتب کې یم، بیا د کراچی لارې راځم او تر ماښام کار کوم. که کار وکړم، درس مې پاتې کېږي، که نه، کور ته نان نشته. زه غواړم انجنیر شم، خو اقتصادي وضعیت اجازه نه راکوي کورس ته ولاړ شم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ماشومانو له ماشومتوب راهیسې کار کول، د هیلو نرسېدل او نامعلوم راتلونکی، ځینې تنکي ځوانان د دخانیاتو کارولو ته اړ کړي دي. ۱۸کلن نېک محمد وایي، د راتلونکې لپاره هیله نهلري او د اقتصادي فشار له امله سیگار او نسوار کاروي: «که کاروبار او اقتصاد سم وي، هېڅوک اړتیا نه لري چې سیگار، پودر او چرس استعمال کړي. زه سیگار او نسوار کاروم، ټول درد او غم دی. کله چې سیگار څکوم، لس دقیقې آرامېږم، بیا بیا درد او غم شروع کېږي. د سیگار او نسوار کارول مې اته کاله مخکې پیل کړي، ټول ملګري چې کاروبار خراب وي او له کور هم درد او غم ولري، مجبور کېږي چې استعمال کړي.»
۱۸کلن فیروز چې تر یولسم ټولګي یې زدهکړې کړي، وایي، د پلار د بېکارۍ له امله د کورنۍ د لګښتونو مسئولیت پر غاړه لري. هغه زیاتوي چې د وضعیت له امله کله نا کله نشهيي ټابلیټ «زیگپ» کاروي.
اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د تنکیو ځوانانو کار په غیررسمي برخو کې کولای شي، فقر زیات کړي او د اقتصادي ودې کمښت رامنځته کړي. هغوی ټینګار کوي چې پانګونه په زدهکړه، مهارتآموزۍ او د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کولای شي د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي سبب شي.
د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالظهور مدبر وایي: «زدهکړو ته نه پام او د رسمي شغلو د نشتوالي له امله فقر زیاتېږي، وده کمه کېږي او قاچاق او استثمار پراخېږي. مؤثره پانګونه په زدهکړه، ظرفیتسازی، د لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو ترسره کول، د پایدارو شغلو برابرول، د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ او مهارتآموزۍ کولای شي وضعیت اقتصادي او ټولنیز ښه کړي او په پای کې د ملي اقتصاد لپاره ګټور تمام شي.»
بلخوا د ښوونې او روزنې کارپوه، سید جمالالدین سلیماني وایي چې د ماشومتوب او تنکيځوانۍ په وخت کار کول د زدهکړې او فکري ودې مخه نیسي او دا وضعیت د ماشومانو او ټولنې راتلونکې ته جبرانناکېدونکي زیانونه رسوي.
هغه وايي: یو هېواد هغه وخت اقتصادي پرمختګ کولی شي چې ځوانان او تر دوی مخکې ماشومان په سمه توګه د زدهکړې، علمي ودې او مهارتآموزۍ په مسیر کې وي. که ماشومانو ته مناسبه زدهکړه نه برابره شي، پایلې به یې د مهارت کمښت، د خلاقيت له منځه تلل او د فردي وړتیاوو کمزورتیا په لویوالي کې وي.»
ارواپوهان وایي چې د ماشومانو کار یوازې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې د دوی پر رواني، عاطفي او ټولنیزو چارو هم ژور اغېز لري. ارواپوه شرفالدین عظیمي وایي، ځینې ماشومان په راتلونکي کې د ټولنیز انزوا، تهاجمي چلند او له ټولنې جلاوالي سره مخ کېږي.
هغه زیاتوي: «ماشومان چې له کوچنیوالي مجبور شوي کار وکړي، په لویوالي کې د رواني او چلندیزو ستونزو سره مخ کېږي. د دغو ستونزو په منځ کې اضطراب، دوامداره ستړیا، خپګان، ناامیدي، د ځان باور کمښت او نورو ته بېباوري شامل دي. احساسات لکه ناکامي، بېارزښتۍ او کمزوري کولای شي دوی د ناهنجار ټولنیزو چلندونو لور ته سوق کړي. په ځینو مواردو کې دا فشارونه د جرم، تاوتریخوالي او حتی د نشهيي موادو کارونې سبب کېږي.»
بل ارواپوه سیدنصرت فروتن، د ماشومانو په کار د رواني او شخصيتي اغېزو په اړه وایي: «ماشوم د کار له امله خپل ماشومتوب له لاسه ورکوي. هغه فرصتونه لکه لوبې، عاطفي او ټولنیزه وده له لاسه ورکوي چې د ماشوم طبیعي پرمختګ لپاره اړین دي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیعالله ابراهيمي سلاموطندار ته وویل چې وزارت یې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د کار او زدهکړې فرصتونو برابرولو پروګرامونه پر لاره اچولي.
هغه وویل: «په دې ستراتیژۍ کې د کاری شرایطو ښهوالي او د شغلي فرصتونو برابرولو لپاره کورني او بهرني همکارۍ شاملې دي. له دې جملې د ملي کاري کنفرانسونو جوړول، د محرومو سیمو او کډوالو ښځو مهارتآموزي، د مسلکي او فني روزنیزو مرکزونو فعالول، د افغان کارګرو د حقونو څارنه، او د قطر سره د افغان کارګرو د لیږد توافق شامل دی.»
د ملګروملتونو د ۱۴۰۳ کال احصائیه ښيي چې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ماشومانو په نړۍ کې کار کوي چې دوی له زدهکړو محروم او د ژوند او راتلونکې لپاره خطر جوړوي.
په افغانستان کې هم شاوخوا ۱۹سلنه ماشومان د کارګرۍ سره مخ دي چې د بشري مرستو همغږونکی دفتر (اوچا) هم دې ته اشاره کړې.


