د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې په افغانستان کې لوږه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال ده، خو د بودیجې کموالي له امله دغه سازمان یوازې د اړتیا لرونکو یو محدود شمېر خلکو سره مرسته کولای شي.
دغه سازمان د دوشنبې په ماښام، د تلې ۲۸مه، په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «کافي او مغذي خواړه د هر ماشوم حق دی.»
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د لوږې د زیاتېدو ترڅنګ د کمخوري ستونزه هم ورځ تر بلې پراخېږي، خو د مالي منابعو محدودیت له امله نه شي کولی چې ټول اړتیا لرونکو ته پوښښ ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سازمان په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د بودیجې کمښت او د ژمي رارسېدو پرمهال، د نړیوالې ټولنې عاجل ملاتړ ته اړتیا ده، څو د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو ته خواړه او بشري مرستې برابرې شي.
د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د سازمان چارواکو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت د مرستو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د اقتصاد وزارت ویلي چې د خلکو د معیشت د ښهکولو لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه په لاره اچولي دي. دغه وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې نړیوالې مرستې باید د زیربناوو د پراختیا په برخه کې ولګول شي، څو په اوږد مهال کې د هېواد اقتصادي ځانبسیايي تضمین شي.