د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوشمېر منځګړو هېوادونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د غزې جګړه پای ته رسېدلې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د ټولو بندیانو د جسدونو د بېرته سپارلو جدي اراده لري، خو د ده په وینا، د جګړې له امله دا چاره له ستونزو سره مخ ده.
خلیل الحیه زیاته کړه چې حماس هیله لري د بشري مرستو اندازه لوړه شي، څو د غزې د کلابندې شوې سیمې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ټینګار وکړ چې د جګړې د ختمېدو له اعلان وروسته، د مرستو دوام او د بېځایه شویو کسانو وضعیت باید د نړیوالو سازمانونو د پام وړ وګرځي.
د غزې اوسنی وضعیت تر ډېره ترینګلی، د جګړې له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي، برښنا او پاکې اوبه کمې دي او د روغتیايي خدماتو رسونه له ستونزو سره مخ ده.
د ملګروملتونو او نورو بشري سازمانونو راپورونه وايي، د خلکو اړتیاوې ډېرې بېړنۍ دي او ژر تر ژره بشري مرستو ته اړتیا لري