Asset 1SWN

سلام وطندار

حامدکرزی: پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان بریدونه بند کړي

حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د یادو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان او پر افغانانو خپل بریدونه ودروي.

هغه لیکلي: « د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، پرپکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې، د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي. د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کرزي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې خپلو پالېسیو کې بدلون راولي او په وینا یې، له سره دې پرې غور وکړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې دغه هېواد باید له افغانستان سره د نړیوالو اصولو پربنسټ، د دوستانه او متمدنانه اړیکو لاره خپله کړي.

پاکستان بېګاه د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې پر ملکي وګړو د ډرون برید کړی چې له امله یې، ۱۲ کسان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په شهیدانو کې د کرېکټ سیمه‌ییز لوبغاړي او ملکیان شامل دي او ټپیانو کې هم ماشومان شته دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام