د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحیم نصرت وويل، ۱۵۳ ځوانان له شپږ مياشتنيو حرفهيي زدهکړو فارغ شول.
هغه نن (دوشنبه، میزان ۲۱) په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغو ځوانانو ته په څلورو برخو خياطي، موبايل ترمیم، موټرسیکل جوړونې او برښنا کې شپږ میاشتني زدهکړې ورکړل شوي.
هغه وويل، په دې سره به ټولنه کې تر یوه ځآیه د ځوانانو د اوزګارتیا کچه راټيټه شي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رییس همدا شان وويل چې نن يې ۲۸۰ نورو ځوانانو ته د نجارۍ، خياطۍ، موبايل ترمیم، برق، موټرسیکل جوړونې او فلز کاري حرفو کې د شپږ میاشتنۍ زدهکړو پروګرام هم پيل کړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د حرفهيي زدهکړو عمومي رییس رحيمالله صراح وويل، دغه وزارت په ټول هیواد کې له تعليم پاتې ځوانانو ته د حرفهيي زدهکړو زمينه برابروي.
د ده په وینا، هڅه کوي چې د يادو ځوانانو لپاره به د تولید زمينه برابره کړي.
ورته وخت کې يو شمېر ځوانانو چې له حرفهيي زدهکړو فارغ شوي وویل، بايد د کار کولو زمینې برابرولو برخه کې ورسره مرسته وشي.
يو تن زدهکوونکي رحيم الله وويل، د حرفهيي زدهکړو په ترلاسه کېدو سره په ټولنه کې د ځوانانو بېکارۍ کچه راکميږي.
هغه غوښتنه وکړه چې له زدهکړو وروسته دې ورسره د کاري وسائلو په برخه کې مرسته وشي چې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.


