د اسرایلو د ملي امنیت توندلاري وزیر «ایتمار بنګویر» نن د اشغال شوي ختیځ بیتالمقدس الاقصی جومات ته ورغلی او هلته یې د «جنګ بریا، د حماس لهمنځه وړو او د برمته شویو د بېرته ستنېدو» دعا کړې ده.
د ۱۹۶۷ زېږدیز کال راهیسې، کله چې اسرایلو ختیځ بیتالمقدس اشغال کړ، د الاقصی جومات د مدیریت واک د اسلامي اوقافو (وقف) ادارې سره دی او یوازې مسلمانانو ته د عبادت اجازه شته.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امنیت چارو مسوولیت بیا د اسرایلو ځواکونو پر غاړه دی.
بنګویر له هغه راهیسې چې د اسرایلو د کابینې غړی شوی، څو ځله دا تړون مات کړی او د اسراییلي چارواکو د دغه وضعیت د تطبیق پخوانۍ سختي یې، نرمه کړې ده.